نړۍ

پاکستان : کوټه کې بیګا څلور درنې چاودنې شوي

د پاکستان دبلوچستان ایالت له مرکز څخه راپورونه وایي چې تیره شپه ددې ښار په مرکزي برخه کې څلوره پرلپسې چاودنې شوي چې دیوه نیمه پوځي عسکر په شمول یې څلورتنه وژلي او تر څلویښت ډیر یې ټپیان کړي دي ، ویل کیږي په دې چاودنو کې یوه یې دموټربم چاودنه وه ، چې د عسکرو دتلاشۍ پوسته یې په نښه کړې ده .

راپورونه وایي نورې چاودنې په ګوالمنډۍ چوک ، جناح روډ او ګوردت سنګ  څړکانو باندې شوي دي ، چې په ټولو کې ۴ تنه مړه او ترڅلویښت ډیر ټپیان شوي دي ، د دریو چاودنو مسؤلیت د بلوڅانو بیلتون غوښتونکي ګوند BLA په غاړه اخیستی دی ، له سیمې یو بل خبر وایي چې دبلوچستان په پنجګور سیمه کې  دبلوچ نشنل پارټی دیوه انتخابي کاندید اسد بلوچ په کور باندې دلاسي بم برید شوی چې دتلفاتو یې تراوسه څه نه دي ویل شوی .

په پاکستان کې دغه پیښې داسی وخت پیښیږي چې دا هیواد دانتخاباتو په درشل ولاړ دی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x