نظــر

د سوريايي ماشوم د څلوېښت ثانيو انځور

مشفق حريت مل

د بشارالاسد د وحشي عسکرو له لوري يې په کور بمبار وشو

خړو ټانګونو هم د سيمې ټوله ځمکه ښوروله

مور، پلار، خويندې او ورونه يې شهيدان شول

ټول کور يې ونړېد

خو یو ماشوم يوازې خپله او یو کوچنی ورور يې ژوندی پاتې شو

دلته جګړې لا پسې زور واخيست

خو دغه ماشوم خپل کوچنی ورور په غېږ کې واخيست

ظالمو عسکرو ته یې د سترګو په کونجو کې کتل

او په منډه يې له هغې سيمې ځان وويسته

په سوزني کې تړلی، خپل کوچنی ورور يې په خپله وړه غېږه کې نيولی

په ګړنديو قدمونو يې له سيمې خوندي ځای ته ځان وويسته

ګوري چې تر شا يې يو ځل بيا د خونړيو ټانګونو شورشو

کله يې چې شا ته وکتل لاره یې کږه کړه او قدمونه يې ګړندي کړل

له سرک نه لاندې د يوې ويالې په کنده کې له خپل کوچني ورور سره پټ شو

هغه ژړل خو مشر ورور يې خپله خوله او مخ پرې ايښی و

او غوښتل يې چې خپل کوچنی غلی کړي

خو د وحشيانو د ټانګونو په شور کې د ماشوم چيغې ورکې شوې

د وحشيانو د ټانګونو کتار تېر شو

خو دوی الله (ج) وساتل

بيا يې هم د راپورته کېدو هڅه کوله

خو د ډېر وحشت او خفګان له امله يې د بدن غړي سست ول

او له خپله ځايه نشوای راپورته کیدای

بيا خدای خبر چې کوم حالتونه ورپه ياد شول

خو له ځان سره يې له درده ډکې سلګۍ وکړې

او خپل کوچنی ورور يې په مخ ښکل کړ

خو د اوښکو کتار يې په مخ باندې روان وو

او سلګيو يې په زړه کې لارې جوړولې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x