نبوي کیسې (۴) د الله عزوجل د رحمت له کبله د رسول الله علیه السلام امت ته غنیمت حلال شو .

ليکوال : عصام عبدالعزيز الشايع
ژباړه او د احاديثو تخريج : عبد الباري (جمال)

عن أَبي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه ، قالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: ” غَزَا نَبِيٌّ مِنَ الْأَنْبِيَاءِ ،فَقَالَ لِقَوْمِهِ : لَا يَتْبَعْنِي رَجُلٌ قَدْ مَلَكَ بُضْعَ امْرَأَةٍ ، وَهُوَ يُرِيدُ أَنْ يَبْنِيَ بِهَا ،وَلَمَّا يَبْنِ ،وَلَا آخَرُ قَدْ بَنَى بُنْيَانًا ، وَلَمَّا يَرْفَعْ سُقُفَهَا ، وَلَا آخَرُ قَدِ اشْتَرَى غَنَمًا – أَوْ خَلِفَاتٍ – وَهُوَ مُنْتَظِرٌ وِلَادَهَا “،قَالَ: ” فَغَزَا ، فَأَدْنَى لِلْقَرْيَةِ حِينَ صَلَاةِ الْعَصْرِ، أَوْ قَرِيبًا مِنْ ذَلِكَ ، فَقَالَ لِلشَّمْسِ : أَنْتِ مَأْمُورَةٌ، وَأَنَا مَأْمُورٌ ،اللهُمَّ ،احْبِسْهَا عَلَيَّ شَيْئًا ،فَحُبِسَتْ عَلَيْهِ حَتَّى فَتَحَ اللهُ عَلَيْهِ ” ،قَالَ: ” فَجَمَعُوا مَاغَنِمُوا ،فَأَقْبَلَتِ النَّارُ لِتَأْكُلَهُ ،فَأَبَتْ أَنْ تَطْعَمَهُ ،فَقَالَ: فِيكُمْ غُلُولٌ ،فَلْيُبَايِعْنِي مِنْ كُلِّ قَبِيلَةٍ رَجُلٌ ،فَبَايَعُوهُ ،فَلَصِقَتْ يَدُ رَجُلٍ بِيَدِهِ ،فَقَالَ: فِيكُمُ الْغُلُولُ ،فَلْتُبَايِعْنِي قَبِيلَتُكَ ،فَبَايَعَتْهُ “،قَالَ: ” فَلَصِقَتْ بِيَدِ رَجُلَيْنِ أَوْثَلَاثَةٍ ،فَقَالَ: فِيكُمُ الْغُلُولُ ،أَنْتُمْ غَلَلْتُمْ “،قَالَ: ” فَأَخْرَجُوا لَهُ مِثْلَ رَأْسِ بَقَرَةٍ مِنْ ذَهَبٍ ،قَالَ: فَوَضَعُوهُ فِي الْمَالِ وَهُوَ بِالصَّعِيدِ ،فَأَقْبَلَتِ النَّارُ فَأَكَلَتْهُ ،فَلَمْ تَحِلَّ الْغَنَائِمُ لِأَحَدٍ مِنْ قَبْلِنَا ،ذَلِكَ بِأَنَّاللهَ تَبَارَكَ وَتَعَالَى رَأَى ضَعْفَنَا وَعَجْزَنَا ،فَطَيَّبَهَا لَنَا .

د أبو هریرة رضی الله عنه نه روایت دی، چې رسول الله علیه الصلاة والسلام وفرمایل:

په نبيیانو كې یو نبي غزاء کوله ، خپل قوم ته يې وویل: هغه څوک دې له ما سره نه ځي چا چې کوژده کړي وي او هغه تر اوسه واده نه وي کړی او غواړي چې واده وکړي او نه دې هغه څوک راسره  ځي، چې هغوی کور جوړ کړی وي او د هغه بام يې لا نه وي جوړ کړی( د کوټي چت یی نه وی اچولی )، او نه هغه څوک چې هغوی اوزې (چېلی ) او نور حیوانات لري او هغوی په دې انتظار كې وي، چې کله به بچي راوړي، هغه پیغمبر غزاء ته روان شو او د مازدیګر  د لمانځه یا هغه ته نزدې وخت كې هغه کلي ته ورلنډ شو(چېرته چې په جهاد کولو مامور شوی و) لمر ته يې وویل: ته هم تابعدار يې او زه هم، یا الله دا لمر د  لږ وخت لپاره را ایسار کړې، لمر ودرېده تر دې چې هغوی فاتح شول، هغوی د غنیمت مال جمع کړ او اور راغى تر څو د هغوی غنیمت وخوري، مګر اور هغه د غنیمت مال ونه خوړ، هغه نبي وویل: په تاسو كې چا د غنیمت په  مال کې خیانت کړی دی، تاسو د هرې قبیلې یو ،یو کس زما سره بیعت وکړئ، هغوی بیعت وکړ ، د یوه کس لاس د هغه نبي د لاس سره ونښته. نبي علیه السلام هغه ته وویل: ستاسو په قبیله كې چا خیانت کړی دی، ستا قوم دی ما سره بعت وکړی تر دې چې د هغه سړي ټولې قبیلې د هغه سره بیعت وکړ، د دغه قبیلې د دوو یا  دریو کسانو لاس د هغه نبي علیه السلام  دلاس سره ونښته هغه ورته وویل: په تاسو كې چا خیانت کړی دی، تر دې چې هغوی د غوا د سر په اندازه سره زر راوړل، هغوی هغه سره زر په یو لوړ ( اوچت) ځاى كې د هغه مال سره یو ځاى كېښودل، اور راغى او هغه د غنیمت مال يې وخوړ. بیا رسول الله علیه افضل الصلاة والسلام وفرمایل  : زمونږ نه مخكې هیچا ته هم د غنیمت مال نه و حلال، مګر الله عزوجل زمونږ کمزوري او عاجزي ولیدله نو مونږ ته يې غنیمت حلال کړ.

دحدیث تخریج :

بخاري : کتاب : فرض الخمس ،باب : قول النبي علیه السلام أحلت لکم الغنائم ،حدیث : ( ۳۱۲۴) او په کتاب النکاح  ، باب : من أحب البناء فبل الغزو (۵۱۵۷ )  .

مسلم واللفظ له : کتاب الجهاد والسیر ،باب : تحلیل الغنائم لهذه الأمة خاصة،حدیث (۱۷۴۷).

د حدیث فائدی:

۱: د مخکنیو ملتونو غنیموتونه ته به اور راغۍ او هغه به يې و خوړل.

۲: الله عزوجل په خپله لار كې پاک او حلال مال قبلوي.

۳: غنیمتونه صرف د رسول الله علیه الصلاة والسلام امت ته حلال شول مخكې نورو قومونو ته حرام ول.

۴: الله عزوجل چې کله د رسول الله علیه الصلام والسلام د امت کمزوري او عاجزي ولیدله نو غنیمتونه يې ورته حلال کړل.