نړۍ

امریکا ته نوی زیګنال – چین دوهمه الوتک وړونکي بیړۍ جوړوي

Photo

د رویټر اژانس دراپور له مخې دچین پوځي چارواکو تیره ورځ ومنله چې ډیر ژر به په خپله دوهمه او ترټولو ستره الوتک وړونکي بیړۍ باندې کار پیل کړي ، رویټر د شینهوا اژانس په استناد وایي دچین دبحري ځواک دلوی درستیز مرستیال په یوه وینا کې ومنله ، چې چین به خپله دوهمه الوتک وړونکي بیړۍ هم ډیر زر تیاره کړي ، ده وویل دغه بیړۍ به دلومړنۍ هغه په پرتله ستره او دنویو وړتیاوو درلودونکي وي .

چین تیر کال خپله لومړنۍ الوتک وړونکي بیړۍ جوړه او په سمندر کې یې په فعالیت وګمارله ، تردې پخوا چین په وروستیو کلونو کې په پله پسې توګه دخپل ځواک ، اټومي طاقت  او فضایي پروګرام قوي کولو ته کار ویلی ، یو شمیر مبصرینو دچین دغه اقدامات ( داژدها راویښیدل ) بللي او دامریکایي نړیوالې سلطې په وړاندې یې ترټولو جدي ګواښ بللی .

امریکایان چې دشوروي ځواک تر ختمیدو وروسته یې دنړیوالتوب یعني نړیوال امریکاییتوب شعار پورته کړی ، خپل نوی نړیوال نظام دتاریخ پای او بدیل نه منونکی نظام بولي ، او داسې فکر کوي چې هیڅکله یې هم باید په نړیواله زبرځواکۍ کې خنډ پیش نه شي ،  خو په عین حال کې امریکایان  چین  او په اسلامي نړۍ کې جهادي روحیه دځان په وړاندې ترټولو ستر خطر بولي ، امریکایانو ددې بالقوه خطراتو دمخنیوي په خاطر که له یوې په اسلامي نړۍ کې د مسلمانانو دجهادي فکر دټکولو په خاطر دترهګرۍ په خلاف دجنګ  عملیات پیل کړي ، له بلې خوا پرلپسې هڅه کوي چین تر کنترول او محاصره لاندې راولي ، په همدې خاطر پرلپسې په منځنۍ اسیا ، افغانستان ارام سمندر او آسیا فاسفیک په حوزه  کې خپلې اډې مضبوطوي ، چین ته دخبرداري په توګه څه موده وړاندې دامریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي وو چې ارام سمندر به تردې وروسته په ترټولو زیات  دامریکا د توجه محراق وي ، خو چین هم په مقابل کې خپلو پوځي پرمختیاوو ته ادامه ورکوي ، چې د سمندري الوتک وړونکو بیړیو ، بي پلوټه تیارو  او اټومي اوبتلونو  پرلپسې جوړول یې له امریکا سره د ناعلان شوې مسابقې غمازي کوي .

چین به یوه لسیزه وروسته دنړۍ لومړی اقتصادي قوت شي ، چې کیدای شي دراتلونکو سترو لوبو داساسي لوبغاړې رول خپل کړي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x