افغانستان

امريکا په هلمند کې د سلګونو عسکرو مېشتولو هوډ لري

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): له برتانيا وروسته امريکا هم غواړي په هملند ولایت کې خپل سلګونه عسکر ځای پر ځای کړي.

له برتانيا خپرېدونکې ورځپاڼې ګارډين لیکلي چې د امریکا سلګونه عسکر به د روانې میاشتې تر پایه په هلمند کې مېشت شي.

سرچينې د امريکايي عسکرو دقیق شمېر او د مېشتېدو کره ځای نه دی ښوودلی، خو په وينا دا عسکر به په جګړه کې مخامخ برخه نه اخلي.

ګارډين لیکي چې دغه امريکايي عسکر به افغان عسکرو ته له نږدې مشوره ورکوي او د دوی مرسته به کوي.

تر دې وړاندې برتانيا هم په هلمند کې خپل عسکر دوباره مېشت او اعلان يې وکړ چې د دوی عسکر په مخامخ جګړه کې پرخه وال نه دي، خو له خپلو روزل شويو افغان عسکرو به مرسته ونه سپموي.

ياده دې د هلمند د ولایتي شورا له قوله د هلمند پنځه ولسوالۍ دم ګړۍ د طالبانو په واک کې دي، چې تېره ورځ د سنګين امنیتي مسوولینو د دې ولسوالۍ د سقوط اندېښنه هم په ډاګه کړه.

دا په داسې حال کې دی چې ګډ حکومت د روانې میاشتې تر پایه د سولې د مخامخ خبرو د پیلېدو خبر هم ورکړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x