خبرتیاوی او پیغامونه

د ملا محمد حسن رحماني د وفات په اړه د الحاج عبدالجبار بابکرخیل د تعزيت پيغام

په ډېرې خواشينۍ مو خبر تر لاسه کړ، چې الحاج ملا محمد حسن رحماني د ورپېښې ناروغۍ له امله د ژوند دروند بار له اوږو وغورځاو او له دې فاني نړۍ يې سترګې پټې کړې.

ملا محمد حسن رحماني رحمه الله د شوروي يرغل پر خلاف جهاد کې زموږ د سنګر تکړه او غښتلی ملګری و او په دغه لاره کې خپله پښه هم له لاسه ورکړې وه.

د شر او فساد پر ضد د طالبانو د اسلامي غورځنګ پاڅون کې يې قوي برخه درلوده او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال، چې د کندهار والي او تنظيمه رييس و، د واکمنۍ او څوکۍ هېڅ اغېز پرې نه ښکارېده او تل به يې د ملنګ په څېر ژوند کاو.

الله تعالی دې د ملا محمد حسن رحماني رحمه الله قبور منور وګرځوي، تکليفونه او هجرتونه يې قبول شه کورنۍ او ملګرو ته يې د صبر جميل غوښتونکی يم.

الحاج عبدالجبار بابکر خېل- د خالص بابا له نږدې ملګرو څخه او د بابکرخېلو د قوم مشر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
abdul qahir

په ډېرې خواشينۍ مو خبر تر لاسه کړ، چې الحاج ملا محمد حسن رحماني د ورپېښې ناروغۍ له امله د ژوند دروند بار له اوږو وغورځاو او له دې فاني نړۍ يې سترګې پټې کړې. ملا محمد حسن رحماني رحمه الله د شوروي يرغل پر خلاف جهاد کې زموږ د سنګر تکړه او غښتلی ملګری و او په دغه لاره کې خپله پښه هم له لاسه ورکړې وه. د شر او فساد پر ضد د طالبانو د اسلامي غورځنګ پاڅون کې يې قوي برخه درلوده او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال، چې د کندهار والي او تنظيمه رييس و،… نور لوستل »

abdul qahir

ina lillah wa ina ilaihe rajioon

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x