
ظالمې ارواګانې!
حامد افغان
يو چا د نړیوال شتمن بیلګیټس د خیریه پروګرامونو ستاینې کولې. چې افریقا او د نړۍ نورو سیمو کې یې دومره او دومره خیراتونه وویشل او.. بل صوفي مشربه ځوان ورته کړه: سړیه! له ګیزه راسې د سرو کپارو سیپتونه کې! برپدر دې لانت سي، بسلمانه خو د کوم مسلمان سیپتونه وکه ثواب به وګټې..
دریم کس یو کوچي له دوی سره ناست و، هغه هم په موضوع کې برخه اخیستل ضرور وبلل او زیاته یې کړه: وو صوفي ته ښه خبره کې زموږ بزرګان او پیران ډېر لوی خلک وو موږ باید داسي څه وکړو چې د هغو ارواوې په قبرونو کې خوشاله شي. ما آبله ورځ په پیر … ګل پسې د هغه د اروا د خوشالولو په نمت د هغه په زیارت ښه پسه خیرات کړ..
د بیلګیټس ستایونکي وویل: د بیلګیټس دې مخ ورک سي د هغه د ایمان او عقیدې سیپتونه نه کوم بلکي هغه داسې انساني کارونه او له بې وزلو سره مرستې کوي چې د هغو ستاینه که د ده د کفر لامله سمه نه وي خو د خپلو لټو او پرځان بوختو شتمنو له پاره یې د زورور پيغور په توګه بیانول د ثواب کار ده.
د بیلګیټس د خيراتونو ستایونکي ځوان وویل: د کفارو ډېری شتمن خپلې شتمنۍ د خپلو هیوادونو او ولسونو په ګټه لګوي… موږ ته راشه په موږ کې خو داسې مشران او روحاني شخصیتونه شته چې د خوارانو په پوچو او تشو جیبونو کې یې سترګې ګنډلې وي او د خپلې چالاکي په اندازه یې وینې زبيښي. دې ځوان وویل: دا خو لا یوې خواته کړه موږ ځیني داسي مړه روحاني مشران هم لرو چې قبرونو ته زموږ د ژوند په منډه کوچیانو پسونه ورکشوي او رمې یې کړموي!! .
یعني زموږ د داډول اشخاصو ارواګانې هم زموږ ساده زړي خلک تاواني کوي او رمې یې ورکنډوَوِي، دا ظالمې ارواګانې زموږ د بچو له خولو روزې کاږې او موږ یې د ارواګانو د خوشاله ساتلو په نیت وچې شونډې او سره نښتې مرۍ ګرځو.