نظــر

د سعودي مرموزه غوښتنه او د طالبانو راتلونکی

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

له کلونو راهيسې په سعودي عربستان کې په زرګونو افغان کارګران له سختو مشکلاتو سره مخ دي، دا چې دوی له پاکستان څخه په جعلي اسنادو تللي نشي کولای چې له کلونو مسافري وروسته خپلو کورونو ته راستانه شي، په سعودي کې افغان کارګران غواړي چې پاسپورټونه يې افغاني شي خو دا غوښتنه يې تراوسه نه ده منل شوې، اوس چې په سعودي عربستان کې ميشت افغان کارګرانو د يوې اعلاميې په ترڅ کې له طالبانو غوښتي چې هلته د ورپيښو مشکلاتو په حل کې مرسته ورسره وکړي، شايد دا غوښتنه يې هم له سختې مايوسي وروسته کړې وي.

د افغان کارګرانو په اعلاميه کې راغلي چې دوی څو ځلې له سعودي حکومت د همدغه مشکل د حل غوښتنه کړې، خو د سعودي لخوا ورته ويل شوي چې په دې مسئله کې دې امريکايان يا هغه څوک چې په افغانستان کې خپلواک دي له مونږ  سره دې اړيکه ونيسي.

د سعودي حکومت دا خبره چې امريکايان يا هغه څوک چې په افغانستان کې خپلواک دي کولای شي چې په سعودي کې د ميشت افغان کارګرانو ستونزه حل کړي ډيره عجيبه او ډيره د پام وړ خبره ده، امريکايان څنګه کولای شي چې په سعودي کې د افغان کارګرانو ستونزه حل کړي، ښکاره خبره ده د دې مطلب دا ده چې افغانان په امريکايانو پلورل شوي آن تردې چې له هيواد څخه د باندې افغانان هم امريکايانو ته په واک کې ورکړی شوي، او نن ورځ افغانان نشي کولای شي چې د امريکايانو له صلاح مشورې پرته له چا سره خبره وکړي.

دويم د سعودي حکومت دا خبره چې له دوی سره دې يا هغه افغانان اړيکه ونيسي کوم چې خپلواک دي، زما په فکر په دې کې به د سعودي حکومت طالبانو ته اشاره کړې وي، شايد د سعودي حکومت غواړي چې د افغان کارګرانو همدغه مشکل د طالبانو په لاس حل کړي او له اوږدې مرورتيا وروسته سعودي او طالبان بيرته سره په خلا شي.

وروسته له هغه چې سعودي او طالبانو د اسامه بن لادن پر سر خپل سفيران سره وشړل بيا يې په اړيکو کې کوم ښکاره بدلون نه دی ليدل شوی، دا چې سعودي اوس مهال له يو شمير ستونزو سره مخ او لا مخامخ کيدونکی دی د طالبانو ملاتړ يې شايد د ځان لپاره اړين بللی وي.

طالبانو ته هم پکار دي چې د افغان کارګرانو غوښتنه او هم د سعودي حکومت مرموزې غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي او په دغه مسئله کې د پام وړ کردار ترسره کړي، ځکه چې د دوه سري حکومت په شتون کې د افغان کارګرانو ستونزه حل کول د طالبانو لپاره نه يوازې دا چې يوه ستره او تاريخي لاسته راوړنه ده، بلکې دا په نړيواله کچه د دې ښکاره ثبوت دی چې طالبان اوس مهال هم د افغانانو د ستونزو د حل اصلي مرجع او له طالبانو پرته د افغانستان او افغانانو ستونزې نشي حل کيدای.

د سعودي حکومت دا خبره چې له دوی سره دې خپلواک افغانان اړيکه ونيسي د دې ښکاره ثبوت دی چې په افغانستان کې موجود دوه سری حکومت خپلواک نه بلکې يو اجير او غلام حکومت دی، او سعودي نشي کولای چې د خپلواکو افغانانو ستونزه له اجيرانو او غلامانو سره حل کړي.

دا خبره ډيره د تعجب او حيرانتيا وړ ځکه ده چې دا لومړی ځل دی چې په نړيواله کچه يو اسلامي هيواد هغه هم په اصطلاح د اسلامي هيوادونو مشر هيواد په ښکاره وويل چې په افغانستان کې موجود حکومت د افغانانو نه بلکې د پرديو په لاس جوړ شوی حکومت دی، او نشي کولای چې د پرديو په لاس له جوړ شوي حکومت سره د ستونزو په حل خبرې وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x