بختور به ولي نه يم

ډيرخوشحاله يمه حبيبه ! چي لتا سره آشنايم
له الله سره آشنايم،له رڼاسره آشنايم

ستا له نوره نوراني يم تا پاللى قيمتي يم
دغمي په څېرتراشلى له دنيا سره آشنا يم

ستادپاکي ميني ګټه که څوک پوښتي رانه داده
دجفا په نقصان پوه يم له وفاسره آشنايم

ددعوت عمل مي ستادئ دجهاد تدريب مي ستادئ
په غيرت يم تا پوه کړى له فدا سره آشنايم

تا بدخواکړمه دنفس او شيطان غوندي بلاوو
زه دي جارشمه خاکسار شوم له ګداسره آشنايم

دا احسان دي خدايه کم نکړي عاجز يم کنهګاريم
چي زه ستاد نازولي مصطفى سره آشنا

شکر شکر راته کيږي حماسي الهام دشعر
بختور به ولي نه يم چي پيشوا سره آشنايم
2013/04/23

ارمانونه
پاته مي په زړه ډير رمانونه دي
ځيني دي ګلان ځيني خارونه دي

خدايه! تر قدرت دي صدقه سمه
تا ټاکلي واړه قسمتونه دي

چاته دي غيرت په نصيب کړى دئ
څوک دي بيغرت پرې غضبونه دي

څنګه به مي خوله خندا ته ځان جوړکړي
کونډې دي غمونه دي ويرونه دي

دا اوس بشر دوست دئ که قاتل دچا ?
ډير يې امدادونه بمبارونه دئ

يو دي دسنګرغازي خوشحاله وي
بل چاچي پاللي جوماتونه دي

داسي نه وي داخبر مي هېره شي
نسته وفا نسته تش قولونه دي

يخ مي دئ الهامه په غليم زړګى
سپين استشهاديان دي سپين بريدونه دي

2013/04/22
سپيني څېرې
استشهادي سپيني څېرې به دچا ياد نه وزي ؟
داد ګلونو سرې غونچې به دچا يادنه وزي ؟

يو خو به داوي چي بيخي به حق ويل څوک نکړي
کني دزڼو کارنامې به دچا يادنه وزي ؟

چي هېروم به يې الله مي دي په سترګوړوند کي
دمجاهد ګرانه شبګيرې به دچا ياد نه وزي؟

دخداى دپاره څه خوځير شئ ګوډاومات غليم ته
دا سرې لوخړې سرې لمبې به دچا يادنه وزي؟

ياخوبه ګونګ ياخوبه ړوندوي چي به چپ پاته وي
زلميانوستاسو کارنامي به دچا ياد نه وزي ؟

څوک دکم اصل امېل شني دانې هم نه غورځوي
دبدخشان دغرو دانې به دچايادنه وزي؟

دا مي يقين دئ چي ترعمره به سرلوړى يم پرې
الهامه! دا دنګې شملې به دچا يادنه وزي ؟
2013/04/21
دسنګرزلمي

خداى دي زماعمرهم ستا کړي زړور زلميه!
اې دحجرې اومدرسې او دسنګر زلميه !

بدخواته سرټيټول ستاپه زندګئ کي نشته
ته يې دبدردغازيانو دلښکر زلميه!

درنه لوګى مي شه زړګي دشازلميانوميره !
ستا کارنامې تازه کوي ياد دخيبر زلميه !

نه تنها زه درپسي مرمه ته به څه وخت راځې؟
ستاانتظاردي چنارونه هم ګودر زلميه !

هغه دځان قدرکوي څوک چي داستا قدرکړي
رب ورکوي جنت بدله کي په محشر زلميه !

ته چي ددين او د وطن ساتنه فرض ګڼې
درته به درکړي دغه نيت آب کوثر زلميه !

له سترخالق نه دي الهام غواړم دښمن دغسي
لکه خيبرکي چي غليم شو درپه درزلميه !
2013/04/20

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د