افغانستان

بهرنيو عسکرو د سوداګرۍ وزارت پر ساتونکو ډزې وکړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): بهرنيو عسکرو د سوداګرۍ او صنايع وزارت مخته د وزارت پر ساتونکو ډزې وکړې، چې يو ساتونکی يې ټپي کړ او دمګړۍ روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

د پېښې عيني شاهدان وايي، چې بهرني عسکر د سوداګرۍ وزير سره له ليدو وروسته يوه بجه او پنځوس دقيقې د وزارت ودانۍ مخته پر پوليسو ډزې وکړې، چې له امله يو پوليس مرګونی ټپي شو.

د بهرنيو عسکرو د ټوپک مرمۍ، چې پر پوليسو يې ډزې کړي
د بهرنيو عسکرو د ټوپک مرمۍ، چې پر پوليسو يې ډزې کړي

بهرنيو ځواکونو او حکومتي چارواکو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

د مدني ټولنو فعالانو او يو شمېر ژورنالېستانو د ټولنيزو شبکو له لارې پر امنيتي تړون او د تړون پر پلويانو نيوکې کړي، چې له امله يې بهرنيو عسکرو ته قضايي مصوونيت ورکړل شوی او هېڅوک ترې پوښتنه نه شي کولای.

د بهرنيو پوځيانو په ډزو کې د ټپي شوي پوليس وينې پر ځّمکه پرتې دي
د بهرنيو پوځيانو په ډزو کې د ټپي شوي پوليس وينې پر ځّمکه پرتې دي

افغان ژورنالېست او ليکوال جيلاني ځواک ليکلي، چې امريکا سره د امنيتي تړون پلوي حضرت صبغت الله مجددي او ولسمشر غني دې اوس د ټپي سرتيري پوښتنه وکړي، چې بهرنيو عسکرو ولې ډزې پرې وکړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x