پښــــتو ادب

ژوند ادبي بهير – اوونیز راپور ۱۳۹۲/۲/۲ل

      ددرېيمې کالیزې ویاړغونډې وروسته ددژوندادبي بهیر  یواویایمه ناسته درحمت الله حکیمي په تلاوت پیل شوه،دريځ چارې يې خوشال دراني سمبالولې،دکالیزې دویاړغونډې راپور نقیب احمد غزیزي واورو،په راپورکې(مشرتابه،یادونه کوله،وړاندې وویل،نوموړي وویل…) کلیموته دسمون اوبدلون وړاندیزونو سره دراپور هنریت اولنډیز ګډونوالو وستایه. ادبي درس  دادمحمد ناوک د(هنري ارزښت)په موضوع کې وړاندې کړ،درس کې دهنر،ښکلا،ذوق …موضوعاتو  څېړنه شوې وه:  ښکلا: دلیدونکي اولیدل شوي ترمنځ لیدني تړاو ته وايي.هنر په مطلق ډول دیوه حالت نوم دی،ترڅوچې يې اثردڅه شي په وسیله ښکاره نه شي،کوم مفهوم نه شي افاده کولی. دهنر اوعلم توپيريې داسې کړی و:

په هنرکې صدق ،کذب،نیوکه،رد…شته اوهنر ازاد دی ټاکلي اصول هم نه لري،خوعلم کې کذب،رد…نه وي،علم ټاکلي اصول لري اونیوکې ته ځواب ویلی شي،خوهنردانه شي کولی.  له دې سربېره دګډونوالو بحث هم په موضوع کې په زیاتونه اوسمونه پراخ و،په بحث کې يې ښکلا هغه حس کېدونکی څيز وګڼلوچې هرڅوک يې ځانته پېژني اودخوندهره منبع يې ښکلاوبلله.په هنر څېړنې بیا موضوع په فلسفې وردننه کړه چې په دا ورسته موضوعاتوزیات بحث وشو:که ښکلااوهنررذوقي وي ولې بایدښکاره شي؟ دښکلالپاره لیدل شرط دي؟… دذوقونو ښکاره کولوسره ذوقونوکې اصلاح رامنځته کیږي اوسونزې له منځه ځي،ښکلا دانسان په پنځګونو حواسو حس کیږي، په دې اوددې اړوند موضوعاتو باندې بحث دناستې نیمه برخه خپله کړې وه.
    کره کتنه دنورالحق کوټوال په لنډه کیسه(دمورخیرات)وشوه،کیسه دیوې کورنۍ په حالت لیکل شوې وه،چې ګلاب ملي اردوکې و،او بل وروریې مدرسه کې،په کوريې امریکايي الوتکوبمبمارکې دواړه ورونه(دمدرسې شاګرداو دملي اردو فوځي) دمورپه شمول وژل کیږي اود راوي ورونه ورته دهغه دراتلوسره دپېښې او دهغې دخیرات خوړلو کیسه هم کوي.  دکیسې  واقعي انځور،غوټه پرانستل اولنډون ګډونوالو وستایه،له دې سربېره يې دوخت په ټکر(تېره شپه يې په کوربمباري وشوه،پرون يې خیرات و) انتقادسربېره ،ځینوټینګاري الفاظو راوړلو ته دسمون ګوته ونیول شوه.

دکره کتنې وروسته له موسیقیته ډکه مشاعره دساجدبهار په جادويي غږپیل شوه،چې  وروسته دمشاعرې اهنګینې ولولې شاه محمود عابدپه موزیکال غږ دګډونوالوغوږونو او زړونوته ورسولې، ایمل کامران شینواري،دادمحمدناوک،محمدحنیف ابهام،رحمت الله حکیمي،نورالحق کوټوال،محب الله لايځ،صراط الله دهنوي،نقیب احمد غزیزي…دمشاعرې غېږه ډکوله.

    دراتلونکې غونډې لپاره ځانګړې موضوع صراط الله دهنوي،ادبي درس رحمت الله حکیمي او کره کتنې ته ایمل کامران شینواري خپل غزل وټاکه.

یاده دې وي،چې دژوند ادبي بهير ملګرو دتاند ګورت پاڼې دننګرهاپوهنتون محصلینوپه اړه دبې قانونه کړنې(دمحصلینودلاریونونو انځورونو راوړل له نورو لاریونونو سره)  کلکه غندنه وکړه اوپه جدي ډول يې څرګنده کړه چې تاند باید دننګرهارپوهنتون محصلینو څخه رسمي بښنه وغواړي.

محب الله لايځ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x