دیني، سیرت او تاریخ

افتونه الهی وی

عن عائشة رضی اللہ عنہا قالت: قال رسول اللہ صلى الله عليه وسلم: “یکون فی آخر هذہ الأمة خسف ومسخ وقذف قالت: قلت: یا رسول اللہ، أنھلک وفینا الصالحون؟ قال:نعم، اذا کثر الخبث
( أخرجہ الترمذی: 2185)

ژباړه: له حضرت عائشه رضی الله عنها څخه روایت دی چی نبی صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زما د دی امت په اخر وخت کی به په ځمکه خسفونکی، د صوروتونو مسخ کونکی، او په تیږو (ډبرو) ویشتونکی عذاب راځي. حضرت عائشه رضی الله عنها فرمایی چی ما وپوښتل: ای د الله رسوله: مونږ کی به نیک خلګ موجود وی! بیا به هم هلاکیدونکی یو؟ نبی صلی الله الله علیه وسلم وفرمایل: هو! کله چی فسق او فجور عام شی نو داسی به کیږی.

تشریح: له ډیری مودی د دنیا په کوټ کوټ کی زلزلی، سیلابونه، او طوفانی بارانونه، سلسلوار شروع دی! هره ورځ له یو ځای لا یوځای څخه د ځمکی د ښویدو، او ننوتو، د عمارتونو په ځمکه کی د ننوتو، د سیلابونو په غیږ کی د لویو لوی ښارونو او استوکنځایونو د راتللو واقعات تر غوږو کیږی، د دی افاتو او بلا ګانو طبعی او فطری وجه چی هر څه وی، لیکن کوم څه چی ناقابل انکار دی هغه د انسانانو خپل بد عملونه دی. په موجود وخت کی د انسان د ژوند هیڅ اړخ داسی نسته چی د خالق او مالک په ښکاره نافرمانی نه وی، همدا هغه څه دی چی صادق او مصدوق نبی صلی الله علیه وسلم په زیر بحث حدیث کی فرمایلی دی.

په دی حدیث کی چی کومه خبره واضحه شویده هغه داده چی پر دی امت به یو داسی وخت ضرور راځی چی خلګ به د زلولو، د صورت او سیرت د مسخیدو، او له اسمان څخه د ډبرو په څير باران اوریدو په عذابونو مبتلا وی. او دا به د الله له طرف د ظلم په طور نه بلکی دهغوی (انسانانو) د بد عملیو نتیجه وی، لکه زنا، امور زنا به دا قدر عام شی چی د خلګو له زړونو څخه به یی قباحت له سره ووځي، او سندری، ډمان، او غزلی به دومره ډیری شی چی حتی فتنه به ورځنی جوړه شی، د شرابو او منشیاتو به دومره اوج وی چی حتی تجارت به ورځنی جوړ شی، او خلګ به د ایمان په ارکانو او مسلماتو باندی شک کونکی وی، نو په داسی وخت کی به له ناببره سترو عذابونو سره مخامخ وی.

د یوه مومن لپاره دا د تعجب خبره نه ده چی ولی داسی افتونه ورباندی راځی بلکی د تعجب ځای خو دادی چی د افتونو د راتللو چی کوم حقیقی اسباب دی پر هغه ولی توجه نه کوی. او د دی پر حکمت الهی باندی ولی غور نه کیږی چی د دی امورو په ظاهرو کی پوشیده دی، د الله تعالی کلام دی، وما نرسل بالآیات الا تخویفا الاسرائ: 59 او مونږ خو یواځی د ډارولو لپاره نښانی لیږو.

معلومه شوه چی د دی افاتو، او بلاوو سبب د خالق کائنات نافرمانی ده، دا عذابون د خلګو متنبه کول او د خپل خالق او مالک په طرفته بیرته راوستلو دعوت دی.

فوائد:
۱: د زلزلو کثرت د قیامت نښانی ده.
۲: ګناه د عذاب الهی سبب ده.
۳: په دنیا کی چی کوم مصیبت او بلا راځی د خلګو د خپلو اعمالو له وجی وی.
۴: د زلزلو راتلل، د طوفانو او سیلابونو پورته کیدل د خلګو متنبه کول او د خپل مالک او خالق حضورته د توبی د دعوت دپاره دی.

جابر نعماني

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x