
المان کې د اورګاډو ټکر ۸ تنه وژلي او تر ۱۰۰ ډیر ټپيان دي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۲۰مه، ۱۳۹۴ ل): د المان دسویلي بواریا ولایت په بادابلنګ کې د دوو اورګاډو ترمنځ ټکر لږترلږه ۸ تنه وژلي او تر ۱۰۰ تنه ډیر ټپيان شوي دي.
پولیسو تراوسه په پېښه کې د ۸ کسانو مړینه تایید کړي.
په راپورونو کې ویل شوي چې په پېښه کې تر ۱۰۰ تنه ډیر ټپيان شوي چې په هغوی کې د ۱۵ تنو روغتیایې حالت نازک ښودل شوی دی.
دواړه اورګاډي د ولایت د مرکز میونخ څخه ۶۰ کلومتره لیري یو له بل سره ټکر شوي، تر ټکر وروسته د دواړو اورګاډو یو شمېر ډبې د پټلۍ څخه غورځېدلي او همدارنګه ویل کیږي چې دواړه اورګاډي پر یوه پټلۍ له یوه او بل طرفه رارواني وي.
د پولیسو ویاند مارټن ونکلر رسنیو ته وویل چې په پېښه کې ۸ تنه وژل شوي، ۱۵ تنه سخت ټپيان دي او په مجموعي توګه ۱۰۰ تنه نور روغتونونو ته د تداوی لپاره وړل شوي دي.
د ژغورني عملې سخت ټپيان د هلیکوبترو په وسیله روغتون ته لیږدولي، د ټپيانو د لېږد لپاره د ۸ هلیکوبترو څخه کار اخیستل شوی دی.
د اورګاډو ټکر د سیند پر غاړه شوی نو ځکه ځیني ټپيان د کښتیو په وسیله لیږدول شوي.
د پېښي د رامنځته کېدو علت تراوسه نه دی په ډاګه شوی، چارواکي وایې په اړه یې پلټني پيل کړي دي.