
افغانستان
د حضرت صبغت الله مجددي د مرګ خبرونه رد شول
نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): د تېر جهاد مشهور څېره او د ملي نجات د جبهې مشر حضرت صبغت الله مجددي ژوندی دی.
له تېرې ورځې راهیسې په خواله رسنیو کې د نوموړي د مرګ اوازه خپره شوې او ویل شوي و، مجددي له سختې ناروغۍ وروسته له نړۍ سره مخه ښه وکړه.
خو د نوموړي د دفتر مسوولين وايي چې نوموړی ژوندی او روغتيايي وضعیت يې هم د ډاډ وړ دی.
د مجددي د دفتر یو تن سید اختیار سباون وايي چې نوموړی ژوندی او د دوی په خبره د روغتيا په اړه يې هم هیڅ د اندېښنې خبره نشته.
حضرت صبغت الله مجددي چې د تېر جهاد فعال بلل کېږي، د ډنمارک هېواد تابعیت لري او له امریکا سره د تړون سرسختی پلوی و، نوموړي پخواني ولسمشر ته ګواښ وکړ، چې که له امریکا سره تړن لاسلیک نه کړي، هغه به هېواد پرېږدي او «هجرت» به وکړي.
دا سوک وایي چی صبغت الله ژوندي ده?
هغه خو دیر پخوا مر شوی ده.
سیاف و کشاف و وقاد هم دیر پخوا مره شوي دي.
غوربندی صاحب ! زه هم درسره ستا خبره تاییدوم ، او دا ستا خبره هم نه ده د الله ج فرموده ده چه څوک د الله ج سره جګړه پٍیل کړی هغه که امریکایان او روسان وی او هغه که کرزیان ، ع او غ ، سیافان او کشافان وی هغوی مړه دی او داسی مړه چه د معنویات ځانوژنی یی کړی او کوی ، له هغو بدنو چه وجدانونو یی هجرت کړی هغوی نور معنویات نه لری دا معنی چه د هغوی زړه پوره تور شوی هغه خبیثو جسمو کی مادی زړونه او مادی فکر ونه پاتی دی او… نور لوستل »
مخترمو ورورنو داکسان ډیرپخوا مړه شوی صرف جسدونه پاتی دی دافقانانو لپاره چه د بد بخت نسل ختم کړی