افغانستان

د سوداګرۍ وزارت ناکام نوماند د سواد حیاتي مرستیال شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): د سوداګرۍ وزارت لپاره ناکام نوماند سردار محمد رحيمي د پوهنې وزارت د سواد حياتي مرستیال ټاکل شوی دی.

رحیمي چې د ګډ حکومت په کابینه کې د سوداګرۍ وزارت لپاره نوماند هم و، له ناکامۍ وروسته يې په اجراييه ریاست کې دنده پیل کړه.

سردار محمد رحيمي د ډاکټر عبدالله عبدالله د دویم مرستیال د دفتر رییس پاتې شوی او نوی د سواد حیاتي د مرستیالۍ پر دنده ګمارل شوی دی.

تر دې وړاندې هم ځينو مدني بنسټونو د پوهنې نوی وزیر پر دې ملامت کړی و، چې په وزارت کې د نورو قومونو له مامورینو سره تبعیضي چلند کوي.

ویل کېږي ښاغلی رحيمي هم د ډاکټر عبدالله عبدالله د پلوۍ په خاطر په همدې وزارت کې چې وزیر يې د اجراييه رییس له پلویانو ګڼل کېږي پر دنده ګمارل شوی دی.

ياده دې وي د پوهنې وزیر د خپل کار په لومړیو کې لسګونه پښتانه کارکوونکي ځکه له وزارته وشړل او کاري دفترونو ته يې پرې نه ښودل چې د دوی په خبره ملي لباس يې پر تن و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالولی

یاربه څوک چی پښتون قام ته په سپکه ګوری ته یی سپک کړی یاالله ته یی وشرمه یی ته یی نابود کړی آمین یارب العالمین.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x