
کندهار: ګډو عسکرو شپنیو عملیاتو کې ۲۱ تنو ولسي وګړو ته مرګ ـ ژوبله واړوله
نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): د کندهار د خاکريز ولسوالۍ په مربوطاتو کې بهرنیو او کورنیو عسکرو د شپنیو عملياتو په لړ کې ۱۳ تنه ولسي وګړي شهيدان کړي او ۸ نور يې ټپیان کړي دي.
د کندهار د خاکريز ولسولاۍ د چنار او تمبیل کليو اوسېدونکي وايي چې تېره نيمه شپه بهرنیو عسکرو د کورنيو عسکرو پر ملتيا دا دواړه کلي محاصره کړه او په نيمه شپه يې د کورنو پلټنې پیل کړې.
د دوی په خبره بهرنيو او کورنیو عسکرو د پلټنې، له طالب سره د اړیکو او طالب په تور ۱۳ تنه ولسي وګړي په نیمه شپه شهیدان او اته نور يې ټپیان کړل.
د کندهار ځايي چارواکو وړاندې تر دې ويلي و، چې د کندهار په بېلابېلو سیمو کې د چاڼيزو عملیاتو پلان لري، خو د تېرې شپې د پېښې په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
طالبانو هم په یادو کلیو کې د شپنیو عملیاتو پخلی کړی، هغوی رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې د ۲۱ تنو ملکي وګړو د مرګ ـ ژوبلې پخلی کړی خو د دولتي اړخ یا خپل لوري د تلفاتو په اړه يې څه نه دي ويلي.
ياده دې وي د ګډ حکومت له پیل سره سم، ولسمشر غني بهرنیانو ته د شپينو عملیاتو د پراخ لاس اجازه ورکړه، چې ډېری وخت يې پایله خونړي ولسي تلفات وي.