افغانستان

د کندوز والي: تر کندوز ښار د باندې د طالبانو واک دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): پخوانی مرستیال والي حمدالله دانشي چې په دې وروستیو کې يې د سرپرست والي په توګه دنده ترسره کوله، د خپلې خدای پامانۍ په غونډه کې ومنله چې د کندوز ښار نه د باندې د طالبانو واک دی.

حمدالله دانشي چې د ولایتي شورا غړو، قومي مخورو او مدني فعالانو ته يې خبرې کولې پخپلو خبرو کې وویل چې د کندوز ښار شاوخوا د طالبانو په واک کې ده او په خبره يې که يې پر وړاندې اقدامات ونه شي پر ښار کړۍ لا د تنګېدو په حال کې ده.

دانشي چې نږدې لس کاله د کندوز مرستیال والي پاتې شوی دی د کندوز له سقوط وروسته يې د دې ولایت سرپرستې پر غاړه واخیسته.

هغه وايي هڅه يې کړې چې په امنیتي برخه کې لاسته راوړنې ولري، خو په وينا يې طالبان ورځ په ورځ د ښار په لور په رانږدې کېدو چې باید پر وړاندې جدي اقدامات وشي.

کندوز ولایت په میزان میاشت کې د طالبانو له لوري سقوط او له نږدې دوه اوونیو وروسته يې ښار د دولت واک ته ورغی.

د کندوز له سقوط وروسته د وخت والي محمد عمر ساپی اروپا ته وتښتيد او حمدالله دانشي د سرپرستۍ دنده پیل کړه.

دانشي پخپلو خبرو کې وويل چې د نوموړي په غوښتنه د کندز د سولې شورا رییس اسدالله عمرخېل د اجراييه ریاست له لوري د دې ولایت د والي په توګه ټاکل کېږي چې د ولایتي شورا غړو يې هم هرکلی وکړ.

ياده دې وي تر دې وړاندې هم د کندوز ولایتي شورا غړو اندېښنه ښوودلې وه چې امنیتي ځواکونه د طالبانو پر وړاندې بې وسه دي او ښايي کندوز ښار یو ځل بیا د طالبانو ګوتو ته ور شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x