افغانستان

احمد ضیا مسعود: حکومت د سولې پر پروسه ځان غولوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواِغې ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): په ښې حکومتولۍ کې د ولسمشر فوق العاده استازی احمد ضیا مسعود وايي چې د سولې د پروسې په نوم حکومت ځان ته دوکه ورکوي.

مسعود وايي چې دی پر دې باور نه دی چې د پرديو د ګټو تر لاسه کولو وړاندې دې هېواد کې د سولې د خبرو رښتينی پیل وشي.

نوموړي چې په تخار ولایت کې ولایتي چارواکو، مدني فعالانو د ولایتي شورا غړو ته خبرې کولې وويل چې « تر څو په افغانستان کې د ګټه لرونکو هېوادونو ګټې نه وي خوندي شوې، د سولې تمه سخته ده.»

په ښې حکومتولۍ کې د ولسمشر استازي وويل چې د سولې پروسه یو اوږده پروسه ده، او د هغه په خبره دوی باوري نه دی چې په دې برخه کې دې کومه ستونزه جوړه نه شي او په وينا يې « که دې ته په تمه یو چې د سولې پروسه به کومه پایله ولري، موږ هسې ځان غولو.»

احمد ضیا مسعود په داسې حال کې د سولې پروسه د پردیو د ګټو په خونديتوب پورې تړلې بولي، چې حکومت په روانه ميلادي میاشت کې د پاکستان پر مټ له طالبانو سره د مخامخ خبرو خبر ورکړی دی.

ګډ حکومت د چين، پاکستان او امریکا له استازیو سره د سولې د هڅو په تمه د څلور اړخیزو ناستو د لړۍ درېيمه ناسته دوه ورځې وړاندې په اسلام اباد کې ترسره کړه او ويې ويل چې پاکستان ډاډ ورکړی چې د روانې میاشتې په اوږدو کې به له طالبانو سره مخامخ خبرې وشي.

بل خوا طالبان د څلور اړخیزو ناستو په اړه بې تفاوتي ښيي او وايي چې دوی د سولې د پروسې اړوند خپل نظر په تېره جنوري میاشت کې د پګواش په ناسته وړاندې کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

احمد ضیا مسعود د همدغه خبری په نوم چه [حکومت د سولې پر پروسه ځان غولوي ] د عسکرو تر منځ د خپل وقار او د پاچاهی ارمان ته رسیدل ازمایی کوی ، که نه خپل یو ساده تصویر به یی پکی ایښی وی لا به یی د سولی یا جنګ کوم تصویر ښودلی او لا به یی د تش په نامه د حکومتی سولی تالار ښودلی وی . احمد ضیا مسعود په داسی حال کی لیکی دا خبره لیکی چه دی د حکومت په راست کی قرار لری یعنی د ده خبره د جمهور ریس خبره ده دا معنی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x