fbpx

امریکا د زوال پر لور – لومړی برخه

ژباړه : ميوند محمد جمال

اول لامل: د الله عز وجل قانون

د الله عزوجل یو قانون دی چې هغی ته مونږ د دنیا فطری قانون هم ویلی شو او هغه دا چې :

دنړی په تاریخ كې داسې هیڅ وخت نه دی شوی چې د خپل وخت د ټولو نه قوی او ستر سلطنت ( امپراطوری) د تل لپاره په نړۍ حکومت کړی وی او د زوال سره نه وی مخامخ شوی .

تر پرونه چې کومو سلطنتونو د دنیا په اوبو او وچو حکومتونه کړی دی که څه هم دغه حکومتونه سوونه کاله د نړی پر مخ شتون درلود خو نن هغوی د خپلو ظلمونو او بد اخلاقیو له امله د تاریخ په پاڼو كې یواځي د لوستلو لپاره پاتي شوی دی د مثال په توګه: عادیان، ثمودیان، فرعونیان او یا هم هغه سلطنتونه چې د هغوی اثار لا تر اوسه نه دی معلوم چې دا ټول د دغه لویو سلطنتونو د زوال ښکاره نموني دي.

که مونږ د ایران، روم او یونان هغه سترو سلطنتونو تاریخ ته ور وګرځو نو دا به راته جوته شی چې نن هغوی په جغرافیائي لحاظ دمره واړه شوی دی چې د ریل ګاډي په  ذریع مونږ د څو ساعتونو په محدود وخت كې هغه په کامله توګه لیدلی شو، نن چې د ایران ، روم او یونان کوم حال دی هم دغه حال د پرونی مسلمانو خلافتونو بنی امیة. بني عباس او عثمانیانو هم دی.

که تیرو څو لسیزو ته ور وګرځو نو مونږ به یو بل ستر او لوی سلطنت و وینو چې د هغی په باره كې ویل كېدل:

لمر په هغه سلطنت كې نه وه ډوب شوی او نه به ډوب شی (که چېرته به د بریطانیا د واک لاندی په کوم هیواد كې لمر په غورځيدو وه نو په بل اشغال شوی هیواد كې به لمر په راختلو وه ) خو الله عزوجل هغوی ته ډير مهلت ورکړ او بیا یی هغوی داسې نیست او نابود کړل چې نن ورځ په ډیره مشکله په بریطانیا كې لمر را خیژي ، هغه بریطانیا چې پرون یو ستر سلطنت وه نن د یوه بل هیواد ( امریکا) پیروی کوی او د هغوی غیر مستقیم غلام دی .

د شوروی اتحاد قیصه خو پرونی ده ، د اویا کالو په ډيره لږه موده كې شوروي په ډيره تیزی سره نړی ته ځان ور وښوده او د نړی د ستر ځواک څخه و شمیرل شو ، خو نن ورځ همغه شوروی داسې نابوده او ویجاړه شوی ده چې د نړی په نقشه نن ورځ د شوروی اتحاد په نوم هیڅ امپراطوری شتون نلری .

د پورته ذکر شوی هیوادونو ( قومونو) زوال مو ځکه ذکر کړ چې تر څو په دی پوهه شو چې ددنیادا اصول دی چې هیڅ وخت یو قوم او یا هم یو هیواد په دنیا د تل لپاره حکومت نشی کولی .

اصلا قومونه (هیوادونه) د خپل زوال او وركېدلو لپاره په خپل لاس لاری او اسباب جوړوی، ځکه کله چې دوی د ظلم، بی انصافي، بی رحمی، غلا، شرابو، زنا، او نورو بد اخلاقیو څخه کار واخلی نو بیا دا کارونه د دوی د زوال سبب ګرځي چې بیا دوی په یوه ټاکلي وخت د تاریخ د پاڼو یوه برخه ګرځي .

نور بیا…

یادونه: پورته لیکنه – امریکا د زوال په لور – په اصل کې د رضي الدین سید په نامه لیکوال د کتاب ژباړه ده، نوموړي دغه کتاب په ۲۰۱۱ کې لیکلی وو، په کتاب کې ورکړل شوي حوالې او معلومات د هغه وخت دي، چې اوس تر پخوا ښه روښانه او ډیر شوي دي. په کتاب کې د امریکا د زوال ټول اوه لوی لاملونه لیکل شوي، چې هره ورځ به یې یو نشر ته سپارل کیږي خو که دا لیکني ولوستل شي، کیدای شي لوستونکي د امریکا د زول ډیرو نورو لاملونو ته هم متوجي شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د