ټولنیزه برخه

فکري روزنه (23) – د ښو تعلقاتو جوړونه

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

د ښو تعلقاتو جوړونه

هر څوک که څومره ذهين او محنت کونکی ولې نه وي خو بيا هم په يواځې ځان نشي کاميابيدلای، د لويو کاميابيو لپاره مونږ ته د نورو خلکو ضرورت دی، کله چې تاسو يو څه کول غواړی نو په ښه ډول يې کوی او که تاسو ته يې ښه طريقه نه درمعلوميږي بيا له نورو څخه د مرستې غوښتنه وکړی، ذاتي تعلقات يوه داسې زرخيزه زمکه ده چې ټولې کاميابۍ او کامرانۍ ترې را ټوکيږي، د خپلو خوبونو د تعبير لپاره تاسو ته له نورو خلکو سره د ښو تعلقاتو جوړول سخت ضرورت دي.

له داسې خلکو سره خپل روابط جوړ کړی کوم چې تاسو ته ډير خوښ وي، زندګي يو آرټ دی، د دغه آرټ ټول دار مدار د دوستانو په شمير باندې دی، له ښو خلکو سره تعلقات او له دوی سره دوستي کول د زندګي يوه زينه (پوړۍ) ده، که چيرته تاسو له دغه حقيقت څخه سترګې پټې کړی نو د خپلې ناکامۍ ذمه وار به په خپله ياست، د ستاسو د مخلصو دوستانو شمير چې هر څومره زيات وي په هماغه انداز تاسو کامياب ياست، لهذا که تاسو د کامياب ژوند خواهشمند ياست نو تاسو کامياب خلک خپل دوستان او ملګري جوړ کړی.

که چيرته تاسو لويه کاميابي غواړی نو په خپلو تعلقاتو او اړيکو کې زياتوالی راولی، مګر د نويو تعلقاتو له جوړولو مخکې د خپلو ړومبنيو تعلقاتو جايزه واخلی، يواځې کښينی، د خپلو ټولو دوستانو او متعلقينو يو فهرست جوړ کړی، په دغه فهرست کې د هغو خلکو شناخت وکړی کوم چې ناکام دي، په کومو کې چې ايمانداري کمه وي، کوم چې هر وخت تنقيد کونکي او شکايت کونکي وي، مايوس، نااميد او د منفي سوچ لرونکي وي، د نورو د بدي بيانونکي او په نورو الزام لګونکي وي، کوم چې د خپلې ناکامۍ منلو ته تيار نه وي، د وخت قدر نه کوي، وعده نه پوره کوي، دروغژن وي او د مستقل مزاج څښتن نه وي، تر همدې مهاله تاسو ترينه هيڅ نه وي زده کړي، له داسې خلکو څخه سمدستي ځانونه ګوښه کړی، مخکې له دې چې تاسو هم د دوی په څير شی تاسو بايد له دوی څخه ليرې شی او تعلقات ور سره کم کړی.

له مخته تلو نه مخکې تاسو له خپل ځان څخه پوښتنه وکړی ! زه د کومو خلکو په مينځ کې يم؟ فکر وکړی چې تاسو له کوم قسم خلکو سره ياست؟ له کوم قسم خلکو سره وخت تيروی؟ تاسو چې له هر رنګه خلکو سره اوسيږی هماغسې جوړيږی، کوم خلک چې منفي سوچ او فکر لري له هغوی سره خپل تعلقات کم کړی، د مثبت سوچ او فکر لرونکو او له کاميابو خلکو سره د وخت تيرولو لپاره با قاعده يو پروګرام جوړ کړی، دوی ته د نږدې کيدا لپاره ډير څه وکړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x