ټولنیزه برخه

د مور او پلار حقوق (19)

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

د مڼې او بال مقابله

يو ډير نيک او صالح زوی وو، له خپل پلار سره د ښه چلند کولو يو مثالي زوی وو، دی زلمی شو، د الله تعالی د رضا تر لاسه کول د ده آرزو او هيله وه، له مور پلار سره د نيک چلند کولو سبق يې ډير ښه زده وو، ځکه يې په خپلو ټولو مصروفيتونو د مور پلار خدمت ته ترجيح ورکوله، له مور پلار سره د ده ښه رويه په خلکو کې يوه بيلګه جوړه شوې وه.

د يوې ورځې خبره ده چې له خپل پلار سره د نيکي او ښه چلند له امله د خود پسندي ښکار شو، دی په خپل احسان ډير نازيده او يوه ورځ يې پلار ته وويل :

پلاره ! زه غواړم چې تا له ما سره په کوچنيوالي کې څومره احسان او نيکي کړې زه د هغې بدله (عوض) په نيکي سره درکړم، په الله قسم ! که ته ما ته د څومره سخت او مشکل کار امر وکړې زه به يې ضرور په اساني سره وکړم، ستا امر که هر څومره سخت وي زه به يې په اساني سره ومنم.

پلار يې ډير اوښيار او تجربه کار سړی وو، ده د خپل زوی خبرې په غور واوريدې، مګر داسې کومه خبر يې ورته ونکړه چې د زوی جذبات پرې ختم کړي، يا د هغه د دې احساساتو بې قدري وشي، ده خپل زوی ته وويل :

زه په ژوند کې د هيڅ شي خواهش نلرم، البته د يو څو مڼو خوړل ضروري بولم، د زوی لپاره د همدغه خواهش پوره کول بيخي اسانه وو، ده په څو دقيقو کې بې شميره مڼې د پلار په خدمت کې وړاندې کړې او عرض يې وکړ : څومره مڼې دې چې زړه ته کيږي وې خوره او څومره چې غواړې هغه درته وساته، هر کله چې دا مڼې خلاصې شي زه به نورې درته راوړم، ځکه چې زه د هر کار کولو همت لرم څرنګه کار چې ته وغواړې.

پلار زوی ته متوجه شو او ورته وې ويل :

په دې لوښي کې چې څومره مڼې دي هغه زما لپاره کافي دي، ما ته د نورو مڼو ضرورت نشته، خو زه همدلته د مڼو خوړل نه غواړم، زه د مخامخ غره ډډې ته تللم غواړم، هملته دا مڼې خورم، لهذا زما زويه ! که ته چيرته په رښتيا له ما سره نيکه رويه کول غواړې نو ته ما د هغه مخامخ غره کنډو (اړخي) ته بوځه.

زوی چې د پلار خبرې واوريدې نو د پلار د خوشحالولو او د هغه د خبرې په منلو کې يې ډيره بيړه وکړه، ده د مڼو لوښی په لاس کې واخيست او پلار يې په اوږو کينولو او د غره ډډې ته يې ويووړ، هملته يې پلار په يوه مناسب ځای کې کينولو مڼې يې مخته ورته کيښودې او ورته وې ويل : محترمه پلاره ! ته مڼې خوره، زه ستا د خبرې په عملي کولو باندې ډير خوشحاله يم.

دا وخت يې پلار له لوښي يوه يوه مڼه را اخيسته او د غره له ډډې (اړخي) نه يې ښکته رغړوله، هر کله چې د مڼو لوښی تش (خالي) شو نو زوی ته يې وويل : لاندې ولاړ شه او غورځيدلې مڼې پورته راوړه.

زوی د پلار خبره ومنله او ټولې مڼې يې له لاندې څخه پورته راوړې او د پلار مخ ته يې کيښودې، پلار يې دری ځلې دا عمل تکرار کړ، زوی يې هم دری وارې د غره بيخ ته ولاړ او مڼې يې د غره له بيخ څخه را پورته کړې.

په څلورم وار يې دا کار بيا وکړ، د زوی د صبر پيمانه يې ډکه شوه، دا ځل يې په زوی کې د ښکته تلو وس نه وو، مګر د شکايت کومه خبر يې ونه کړه، پلار د زوی په سترګو کې د غصې اثرات وليدل، نو د شفقت او مهرباني له مخې يې د زوی په اوږو لاس کيښود او ورته وې ويل :

ګرانه زويه ! خفګان کولو ته هيڅ ضرورت نشته :

دا هغه ځای دی کله به چې تا په کوچنيوالي کې له دغه ځای څخه بار بار (په کراتو مراتو) بال د لاندې غورځولو او زه به بار بار ډير په تيزي سره د غره بيخ ته کوزيدم او تا ته به مې بال د لاندې څخه پورته راوړلو، زه ستا له دې حرکت څخه کله هم ستومانه شوی نه يم، نه راته کومه ستړيا محسوسه شوې، دا هر څه ما يواځې ستا د خوشحاليدو لپاره کول.

محترمو لوستونکو ! د دې واقعې له لوستو وروسته له لمر څخه ښکاره ده چې مونږ له خپلو والدينو سره بايد څه ډول چلند وکړو او د هغوی د خوشحاليدو لپاره څومره قرباني ورکړو، مونږ د هغوی د احساناتو بدله (عوض) هيڅکله نشو ورکولای :

راځئ ! چې مونږ له خپلې مور او خپل پلار سره نيکي، ښه چلند او ښه معامله وکړو، او د هغوی لپاره دعاء او استغفار وکړو، او له دنيا څخه له تلو وروسته د هغوی لپاره صدقه جاريه جوړ شو (سعادة الدارين فی برالوالدين، ص : ۷۸ – ۷۹)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x