نظــر

خان صیب ته نصیحت خو….!!

حذیفه منصوري

زمونږ جومات سره نژدې د یو عمر خوړلي سپینږیری کور دی، یوه آسپه یې ساتلې ده، بل کار یې نشته ورځ یې ټوله دخپلې آسپې،په پوزیشن برابرولو کې تیره شي.

خلک خان ورته وایي، خو داسې خان دی،چې له کوره یې،د چرګو د لوږې کړسهار،تر ډیره لرې آوریدل کیږي.
له لمونځ سره یې ورانه ده،په جومات کې مې په یوه مانځه کې هم نه دی تر سترګو شوی.

خان همیشه د جومات تر څنګ په کټ کې غزیدلی،پروت وي،پیتاوي داسې ګرم ساتلی وي،چې د د نیا په حال ځان نه خبروي،په جومات کې چې جمع ولاړه وي،خان یې په کیسه کې نه وي،په خپل کټ کې خومار آوړي را آوړي.

نن چې زه جومات ته تلم،نو مې اراده وکړه چې خان صیب ته ورشم،او ورته ووایم،چې خان صیب خدای دې اوبخه!د عمر وروستی شپې دې،دي،خدای پاک داسې ښه نیږدې،جومات در په برخه کړی،جومات ته خو دمانځه د پاره راځه کنه،چې آخرت دې سم شي.

ځان ته مې فکر شوو،ماویل نن چې دا د جهاد صفونه ډک دي،او مجاهدینو خپله جمع ودرولې ده،دا تا څه توره پکې بریښولې،چې ته اوس خان صیب ته نصیحتونه کوې،

تش د جمعې په لمونځونو،او د تسبح په شمارلو خو یې والله که یو سل او شل کړې.
خجالت شوم،خان صیب مې پریښود
غلی جومات ته ننوتم.

که فکر وکړو په اسلامي ټولنه کې به زما په څیر ډیر داسې،د ایمان خاوندان موجود وي،چې د الله ج په وحدانیت،او د رسول الله صلی الله علیه وسلم

په رسالت به یې پوخ باور او یقین وي، د ښې مسلمانی،او له اسلام سره د ښې وفادارۍ، په دعوه کې به تر ټولو مخکښ وي.

سره له دې چې د اسلام په هغه اهمو ارکانو کې،چې په اسلام باندې سرښندنه ده،پاتې راغلی وي،خو ځانته به د ښې مسلمانی،امتیاز ورکوي.

خو نه داسې به نه وي

د چا حق تلفي به نه کوو،د ښې ایماندارۍ،وفادارۍ،له اسلام سره،د ریښتیني مینې،او خلوص،امتیاز باید د واقعي،مسلمانانو هغه ټولګي ته ورکړل شي،چاچې الهي،فراءیض،او احکامات په ریښتینې معنا پر ځای کړل،او هغه اسلام ضد کړۍ،یې په منځ سره وویشلې،کومو چې له پیړیو پیړیو راهیسي،د مسلمانانو د سرکوبۍ،د اسلام له مقدسې لارې څخه د مسلمانانو د انحراف،خیالونه تاوول.

د ښې ایمان دارۍ،شجاعت،تقوی،امتیاز باید هغه چاته ورکړل شي،چا چې د اسلام د حاکمیت،له الله ج، دهغه د محبوب علیه الصلوة والسلام،او د هغه د اصحابو رضی الله عنه،د اقتداء په خاطر له خپلو نورسو ځوانیو،د ژوند له بلها ارمانونو سره،د اور غیږ ته ودانګل،ځانونه یې وریت کړل،خو ما او تاته یې د دې زمینه مساعده کړه،تر څو په جومات کې،په آرامی،او هوساینې سره،په اسلامي ټولنه کې د خپل رب حق اداء کړی شو.

همدغه،ګلابي ځوانۍ وې،چې په ابرهیمي ملت کې یې خپل شمولیت،په ریښتینې معنی ثابت کړ…

زه او ته هم نن په واز کومي د ابراهیمي ملت چیغې وهو

د اسلام په هغه ځوریدلي،پیغمبر ځانونه فدا بولو، خو له جومات،او زکات څخه پرته مو په بله وجیبه پسې قدم نه دی اخیستی.

نن چې،زما او ستا ناموس،عزت،مال ،او اولاد خوندي دی،په عبادت ځایونو کې،په هوسا طور د خپل رب عبادت کوو،دا د چا په مټ، دچا د قربانیو ثمره ده،او چا د کفر له بد بختې غلامۍ،څخه ژغورلي یو!

د صحابه وو هغه تاریخ دې لوستی،چې د اسلام،دلوړوالي،په خاطر په احد کې د کفارو له لوري،مثله شول
په تورو ټوټه،ټوټه کړل شول

هغه چې له ډیرو ستومانیو،او تکلیفونو له وجهې،به یې پښې مبارکې وپړسیدې،نوکان به یې ولویدل،خو هغه توره،او نیزه یې هیڅکله له ځانه لیرې نه کړه،کوم چې رسول الله صلی الله علیه وسلم،ورته ویلي وو،چې:
((واعلموا أنَّ الجنَّةَ تحت ظلال السيوف)).

د الله تعالې مقدس کتاب چې د آیتونو مشهور تعداد یې ۶۶۶۶ ته رسیږي،او په سونو هغه آیتونه پکې راغلي،چې له جهاد،هجرت،تورې، او نیزې څخه بحث کوي.

د ټول مسلمه امت په دې باور او یقین دی،چې الله تعالی د دنیا د بقاء،او زوال په خاطر،یوه آخرې ورځ ټاکلي،چې مسلمانان به په هغې ورځ د الله تعالی حضور ته ټولیږي

آیا د ژوند په د ې اوږده پړاو کې،د قرآن کریم په دغه بې شمیره آیتونو کې،د کوم آیت مصداق ګرځیدلی
یې؟

چې په ورځ د حشر یې د الله تعالی حضور ته وړاندې کړې؟!، په جومات کې د اول صف،او د تسبیح په شمیرلو به ځان نه غلطوو.

الله تعالی دې له اسلام سره د ریښتینې مینې،او وفادارۍ توفیق راکړي،تر څو په ورځ د قیامت د الله تعالی په حضور کې،د سرټیټۍ،پر ځای هسکه غاړه ولاړ وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x