شعـــــرونه

غزل ـ نور احمد صديقي

نور احمد صديقي

په تورو سترګو کې مې یارې ولیدلو ځان
بند مې په بند کې د خونکارې ولیدلو ځان

زه تنها په لویه دښته کې روان یمه خو
ناست مې ترڅنګه د خمارې ولیدلو ځان

مخکې مې رود د سړو، رڼو اوبو بهیږي
ما تږی وچې شونډې خوارې ولیدلو ځان

یاره ستا فراق کې چې مې څومره تویې کړي
پر مخ مې اوښکې لارې لارې ولیدلو ځان

صدیقي څومره چې ځان ته فکر وکړلو نو
پروت مې پر ځمکه خاورې خاورې ولیدلو ځان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x