fbpx

د اسلامي دعوت بنسټيزي لاري

لیکوال: بشراحمد الحنفي

په نړۍ کي د انسان پیدايښت د یو هدف لپاره دی. هغه ته قرآن کریم داسي اشاره کوي: كُنتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ.

ژباړه: تاسو د امتونو تر ټولو بهتره امت یاست، ځکه چي تاسو خلګو ته د نیکیو دعوت کوی او امر بالمعروف او نهي عن المنکر کوی . کله چي پدې ایات کي لږ فکر وکړو، دا څرګندیږي چي اسلامي امت نسبت نورو امتونو ته تر ټولو د ښيګڼي رسونکي امت دی. دا ښيګڼه هغه وخت په موږ کي پاته کیداسي، چي مونږ انسانیت د کږو لارو څخه حقي او رېښتني لاري ته دعوت وکړو.

دعوت حدود نلري او نه هم د انسانانو تر یو خاص طبقې پوري تړاو لري، چي پړه یې صرف د ټولني پر یو خاص فرد ور واچوو، بلکي دا یو الهي مسولیت او ګډه پروسه ده، چي هر انسان تر خپل وس او توان پوري مکلف دی، چي خلکو ته حقه لار ور وښیي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي، عن عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما: أن النبي صلى الله عليه وسلم قال: بلِّغوا عني ولو آية ژباړه: رسول صلى الله عليه وسلم فرمايي: زما څخه يو څه ورسوئ؛ که څه هم یو ایات وي.

په دې حدیث شریف کي د محمد صلى الله عليه وسلم خطاب عام دی، چي هر انسان ته دعوت لاره خلاصه ده، کولای سئ، خپل تر وس او توانه یو چا ته د دین خبره ورسوئ .

په دعوت کي اغېزمن وسائل

اسلوب: خبري هر څوک کوي او په عام ډول وعظ او نصیحت هم هر څوک کوي. که مو فکر کړی وي کله کله د یو چا خبري ډيري اغېزمني وي. هغه په دې خاطر چي هغه کس د خبرو په اسلوب (چوکاټ) پوهېږي او دا ور معلومه ده، چي خبري بايد پر کومه طریقه وسي. په عمومې ډول کله چې یو انسان په یو چوکاټ کي خبري کوي هغه طبعاً خوند کوي.

صحابه کرام ، چي د پېغمبر صلى الله عليه وسلم پر مجلس دموره مینان وه، لامل یې د هغه صلى الله عليه وسلم د خبرو کولو اسلوب او چوکاټ وو. تر اړتیا یې نه زیاتي اونه کمي خبري کولې. تل يې د اعتدال لار غوره کوله.

رسنۍ : د رسول (صلی الله علیه وسلم) په وخت کي ټکنالوژي یا نه وه او یا په بیخي ابتدايي حالت کي وه. نو هه وخت به دعوت له دوو لارو کیدی، شعر او شاعري او وینا یا تقریر. رسول صلى الله عليه وسلم به بازار ته راووتی او هلته به یې خلک را ټول کړه او دعوت به ېې ورته کوی. کله کله به اسلامي شاعران راوتل په مجلسونو کي به یې اسلام ته دعوت کوی، مګر اوس نړۍ د ږغ او تصویر رسولو لپاره ډير امکانات لري، چې په ثانیو کي خپل خبره دنړۍ ګوټ ګوټ ته رسولې سو.

نوري رسنۍ د اسلامي دعوت لپاره ډېري اغېزمني وسیلې دې او د انسان پر فکرونو ډيري غالبي دي، ډیر ژر اغېز پرې کوې. دا یوه ډېره عامه خبره ده، چي رسنۍ ذهنیتونه بدلوي .

 ددعوت په وړاندې خنډونه اوحل لارې:

کله چي یوه ټولنه په فساد، غلا، رشوت، ظلم، سود، کې خپل اوج ته رسیدلې وي اولا نوره هم د خرابېدو لوري ته روانه وي او ته کوښښ کوې، چي هلته اصلاحات راولې، دا طبعي خبره ده، چې ته به د ډیرو ستونزو سره مخ کېږې. بد به در پسې ویل کیږي، تهمت به در باندي ويل کيږي، تر دې حده، چي ته به ووهل سې. لکه څنګه چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ورسره مخ سو.

په دې لار کې یې تر ټولو وړاندي حکمت، پوهه، وېښتيا اړېنه ده. د رسول اللهٌ صلى الله عليه وسلم د دعوت مرحلې هم مختلفي وې او انداز يې هم بیل بیل و. يعني کله چي به يو ځاې ولاړی، تر ټولو وړاندي به یې د هغه ځاي وګړي، چاپيريال او فرهنګ څاری، وروسته به یې هغه قوم او قبیلې ته دعوت کوی.

د اسلامي دعوت په وړاندي تر ټولو غټ خنډ مطبوعات اورسنۍ دي. لکه څنګه چي مو مخکي یادونه وکړ، د دعوت د نشر تر ټولو ښه وسیله او ذریعه هم، همدا رسنۍ دي ځکه چي مطبوعات د یوه دولت څلورمه قوه ګڼل کیږي. نودښمنان ورباندي د اسلامي دعوت د څپلو لپاره خورا ډېره هڅه کوي. ويل کيږي چي په اروپا کي تر اوسه یوازي دوه سلنه د اسلام رښتنی انځور ښکاره سوی، مګر بیا هم دمسلمانانو شمېر ورځ په ورځ زیاتیږي. که چیري داسلام بشپړ انځور هغو خلکو ته ورسېږي نو دا ناشونې نه ده، چي په اروپا کې به په لنډ وخت کي اسلام خپور سي. نو د رسنیو سره داسې مبارزه نده پکار، چې هغه دي ختمي سي، ځکه ډيرې ښيګني لري باید د ښو استفاده ترينه وسي. هغه دا چي باید اسلامي دعوت فرهنګي پروګرامونه ورڅخه خپاره سي، څو د دین او وطن لپاره په ګټه تمام سي.

پاۍ: اسلامي دعوت د هر چا حق دي. پاچا باید ولس ته، پلار بايد اولاد ته، خاوند بايد میرمني ته دعوت وکړي. رسول الله صلى الله عليه وسلم فرماېي: عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا أَنَّهُ سَمِعَ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ كُلُّكُمْ رَاعٍ وَمَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ فَالْإِمَامُ رَاعٍ وَهُوَ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ وَالرَّجُلُ فِي أَهْلِهِ رَاعٍ وَهُوَ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ وَالْمَرْأَةُ فِي بَيْتِ زَوْجِهَا رَاعِيَةٌ وَهِيَ مَسْئُولَةٌ عَنْ رَعِيَّتِهَا وَالْخَادِمُ فِي مَالِ سَيِّدِهِ رَاعٍ وَهُوَ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ.

ژباړه: په تاسو کې هر څوک د خپلي رمې چوپان دې او دی ، دده د رمې په اړه پوښتل کيږي. سړی په خپل کور کي چوپان دی ، ښځه دخپل خاوند په کور کې چوپانه ده او مولا د خپل بادار په مال کي چوپان دي او دد وي څخه به په هغه اړوند پوښتنه کيږي. کله چي مونږ دا د (راع) لفظ ته وګورو نو دا راته جوتیږي، چي مراد دلته څارنه ده، پر هغه چا، چي ستا تر لاس لاندي وي. یعنې دحفاظت څارنه ده کله، چې بدي لاري ته ځي بايد را وګرځول سي هم دغه بس دعوت دی او دا پر ټولو مسلمانانو لازم دي. که چيري یې ونکړي ګنهګار دی او د قیامت په ورځ به د ده نه پوښتنه کیږي د پاچا څخه دولس، د پلار څخه د اولاد، دعالم څخه د خپل قوم او داسي نور …. راځي چي يو ځل بیا خپل اسلامې شعائر بیرته د دعوت په لار را ژوندي کړو. خلګو ته د اسلام اصلیت او رښتنولې ور وښيو. د دین نه باید خلګ متنفره نکړو. د ټولني دافرادو تر منځ چي کوم ټکر دی، هغه باید لري کړو، څو د یووالي پر دسترخوان سره را ټول سو او په خپل دين پوه او پر ځان یې تطبیق کړو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د