ورزش

سیرلانکا په شل اوریزه لوبه کې هندوستان ته ماتي ورکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواِغې ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): نن د هندوستان او سیرلانکا تر منځ شل اوریزه لوبه وشوه، چې د سیرلانکا په ګټه پای ته ورسیده.

ننۍ لوبه د درې شل اوریزو لوبو د سیالیو څخه لومړی لوبه وه، چې د هندوستان په پونه ښار کې تر سره سوه.

د لوبي په پیل کې سیرلانکا پچه وګټل او لومړی یې د بال غورځولو پریکړه وکړه چې ګټوره ورته ثابته سوه.

سیرلانکا په نولسم اور کې د هندوستان ټول وتلي لوبغاړي وسوځول، او یوازي د ۱۰۱ منډو جوړولو فرصت یې ورکړ.

د هندوستان له اړخه تر ټولو ډیري منډي بال غورځونکي اشواین جوړي کړي، نوموړي په ۲۴ بالونو ۳۱ منډي جوړي کړي، ورپسې سریش راینا زیاتي منډي جوړي کړي، نوموړي په شل بالونو شل منډي جوړي کړي، یوراج سینګ ۱۰ او پاته تر دې هم کمزوري وختل.

په جواب کې سریلانکا هم پنځه لوبغاړي له لاسه ورکړه، خو کله چې اتلسم اور پوره کیدی، سیرلانکا لوبه ګټلې وه.

د لوبي غوره لوبغاړی د سیرلانکا بال غورځونکی (کې راجیتا) وټاکل سو، ځکه چې نوموړي درې د سر لوبغاړي سوځولي وه چې په هغو کې آر شرما، ایس داون، او اې ریهنا شامل دی.

دویمه لوبه پر ۱۲ فروري او دریمه پر ۱۴ فروري تر سره کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x