ورزش

سویلي افریقا په یوه ورځنۍ لوبه کې انګلینډ ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواِغې ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): نن د سویلي افریقا او انګلینډ تر منځ د سویلي افریقا په سنچورن ښار کې دریمه یوه ورځنۍ لوبه تر سره شوه.
لوبه سویلي افریقا په اوه وکټونو وګټله.

ددې تر مخه په دوه پرلپسې لوبو کې انګلینډ سویلي افریقا ته په ۳۹ منډو او پنځه وکټونو ماتې ورکړې وه.

که انګلینډ ننۍ لوبه ګټلې وای، نو د پنځه ورځنیو لوبو دا لړۍ به یې په خپل نوم کړې وای، خو ونه توانېدل.

د لوبي په پیل کې انګلینډ پچه وګټله او لومړی یې د توپ وهني پریکړه وکړه.

انګلینډ په خپل وار په پنځوس اورونو کې  ۳۱۸ منډي جوړي کړي، اته لوبغاړي یې وسوځېدل.

تر ټولو زیاتي منډي (جې روټ) جوړي کړي، نوموړي په ۱۱۳ بالونو ۱۲۵ منډي جوړي کړې، لس څلوریزي او ۵ شپږیږي ووهلې.

الکس هیلز ۶۵، بین سټوکس ۵۳، اوپنر جې روی ۲۰ او پاته لوبغاړو د یادوني وړ منډي نه دي جوړي کړي.

په جواب کې سویلي افریقا دغه هدف په ۴۷ اورو کې پر دوهم بال تر لاسه کړ.

د سویلي افریقا اوپنر (ډی کوک) او هاشم املا دواړو سلیزي پوره کړي، لومړي ۱۳۵ او دویم ۱۲۷ منډي جوړي کړي، ډو پلیسز ۳۳ منډي جوړي کړي.

د لوبي غوره لوبغاړی ډي کوک انتخاب سو.

ددواړو لوبډلو تر منځ به څلورمه لوبه پر ۱۲ فروري او پنځمه لوبه پر ۱۴ فروري تر سره شي.

د سویلي افریقا لوبډل مشر اي بي ډي ولیرز وویل چې ننۍ لوبه ددوی لپاره ډیره مهمه وه، باید چې حتما یې ګټلې وای، او شکر چې وې ګټل، په دې سره به دوی ته فرصت برابرسي تر څو په څلورمه لوبه کې لړۍ دوه دوه برابره کړي، او پنځمه لوبه کې فاینل وګټي.

خو دا به وخت وښيي چې څلورمه لوبه څوک ګټي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x