په خوست کي بهرنیانو او حکومت په ضد د مظاهرو انځورونه ۲۰۱۱-۷-۷
په خوست ولایت کي د امریکایانو او اتحادي ځواکونو په ګډون د حکومت په خلاف پراخه مظاهره وسوله، چي په کښي په سلګونو کسانو ګډون کړی وو.
بهرني ځواکونو تیره ورځ د خوست ولایت د دومنده په ولسوالۍ کې د ملکي خلکو پر کور باندي بمبار کړی وو، چي په ترڅ کې د یوې کورنۍ ۱۳ ملکي وګړي شهیدان شوې وه.
د دومنده ولسوال ویلي چي په بمباریو کي تر ۵۰۰ زیات څاروی هم وژل شوي دي، چي په ولسوالۍ کې خواره واره پراته دي.