nangerhar darwaza

دګوشتې دروازه/ مشفق حريتمل

زما دکور انګړ کې لګيدلې دروازه

له خپله بريده زمونږ لور ته راغلې دروازه

پردی څومره تکړه شول چې کوي داسې اقدام

خو خامخا دکور غدار منلې دروازه

طالب هسې بدنام  شو او ټاپې پرې وهل کيږي

چارواکوپه کالدارو خرڅه کړې دروازه

زما دکور دټيم دروازه هم ټوټې ټوټې شوه

چاپه کې کافرانو نړولې دروازه

وطن دی درپه در بس هرچا خپلې مزې وکړې

دښمن ته يې چې خلاصه تل نيولې دروازه

که چادا زيری وکړ پتاسې به ورته ورکړم

که چاوويل چې بم کې الوتلې دروازه

زه نه منم تورخم ته دګوشتې له غمه مړيې

تورخم کې هم په ما چا راتپلې دروازه

ورځمه له اټک نه هم يوڅو ميله وروړاندې

لږومه دافغان په نوم ښه ښکلې دروازه

مشفقه نوي نوي ډيورنډيان دلته پيداشول

چې نيغه يې په زړه رالګولې دروازه

۲۰۱۲/۴/۲۵ پنجشنبه

https://i2.wp.com/theafghanistanexpress.com/wp-content/uploads/2013/04/Afghan-Pakistan-Friendship-Gate.jpg?w=620

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د