ورزش

شل اوریز اسیایي او نړیوال جام سیالیو لپاره ملي لوبډله اعلان شوه

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې د لوبغاړو تر ارزونې وروسته د شل اووریز نړیوال جام او شل اووریز اسیایي جام غوراوي پړاو سیالیو لپاره ملي لوبډله اعلان کړه.

ټاکل شوې ده چې د اسیایي شل اووریزو لوبو د غوراوي سیالۍ د روان زیږدیز کال فیبروري د میاشتې په ۱۸مه نیټه په بنګله دېش کې پیل شي. په غوراوي سیالیو کې افغانستان، عمان، هانګ کانګ او د متحده عربي اماراتو لوبډلې برخه اخلي. له دې لوبډلو څخه به یوه لوبډله د اسیا شل اووریز جام سیالیو ته لار پیدا کوي چې د فیبرورۍ په ۲۴مه نیټه پيلیږي.

که چیرې افغانستان اسیایي جام سیالیو ته لاره پیدا کړه نو،همدغه اعلان شوې لوبډله به پکې لوبیږي.

دغه راز د افغانستان کرکټ بورډ په هندوستان کې ترسره کېدونکي شل اووریز نړیوال جام سیالیو لپاره هم ملي لوبډله ټاکلې ده. دا لوبې په مارچ کې پیلیږي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس نسیم الله دانش وایي، د غوراوي کمېټه خپلواکه ده او د لوبغاړو د تېرو لوبو له ارزونې سره سم یې دواړو سیالیو لپاره لوبډلې اعلان کړې دي.

هغه هیله څرګنده کړې، چې ملي لوبډله به د هېوادوالو په دعاګانو سره په دواړو سیالیو کې دا پام وړ ښې لاسته راوړنې ولري.

د کرکټ بورډ اجراییوي رییس شفیق الله ستانکزی وایي، د غوراوي کمېټې هغه لوبغاړي ټاکلي چې په وروستیو ملي او نړیوالو سیالیو کې یې له ځانه ښې وړتیاوې ښودلې دي.

دی وایي چې کرکټ بورډ ملي لوبډلې لپاره په هېواد کې دننه او له هېواده بهر د تمریناتو زمینه برابره کړې او هغوی همدا اوس په هندوستان کې یادو سیالیو لپاره د چمتووالي تمرینات ترسره کوي.

یادو سیالیو لپاره ټاکل شوې، ملي لوبډله په لاندې ډول ده.

asia cup

اسیایي سیالیو لپاره ټاکل شوې لوبډله:

اصغر ستانکزی، شهزاد محمدي، نور علي ځدران، عثمان غني، محمد نبي عیسی خېل ،کریم صادق ، شفیق الله شفق ، راشد ارمان ، حمزه هوتک ، دولت ځدران، شاه پور ځدران، ګلبدین نایب، سمیع الله شینواری ، نجیب الله ځدران، یمین احمدزی.

احتیاطي لوبغاړي:

میرویس اشرف ، روښان بارکزی، نجیب تره کی، فرید ملک

T20 worldcup

شل اووریز نړیوال جام سیالیو لپاره ټآکل شوې لوبډله

اصغر ستانکزی، محمد شهزاد،نور علي ځدران، عثمان غني، محمد نبي عیسی خېل ،کریم صادق ، شفیق الله شفق ، راشد ارمان ، حمزه هوتک ، دولت ځدران، شاه پور ځدران، ګلبدین نایب، سمیع الله شینواری ، نجیب الله ځدران، حمید حسن

احتیاطي لوبغاړي:

میرویس اشرف ، روښان بارکزی، نجیب تره کی، یمین احمدزی

سرچینه: د افغانستان کرکیټ بورډ خبرپاڼه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x