افغانستان

د افغانستان سياسي نظام له سقوط سره مخ دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۲۱مه، ۱۳۹۴ل): د امريکا د ملي استخباراتو ادارې مشر جيمز کليپر وايي، چې افغانستان له سخت سياسي سقوط سره مخ دی.

جيمز کليپر تېره ورځ د امريکا مشرانو جرګې ته د افغانستان په اړه په خپلو خبرو کې وويل، چې روان ۲۰۱۶ کې د افغانستان حکومت له سیاسي سقوط سره مخ دی.

د جيمز کليپر په مشرۍ د امريکا د ملي استخباراتو اداره د سي ای اې په ګډون د امريکايي استخباراتي ادارو ترمنځ د همغږۍ مسووليت پر غاړه لري.

کليپر مشرانو جرګې ته وويل: «افغانستان کې د طالبانو بريدونه ورځ تر بلې زياتيږي، سياسي جوړجاړی مخ پر ځوړ دی او افغان حکومت د سرچينو د کمښت او خپلمنځي شخړو له امله ناکام دی.»

د مشرانو جرګې يادې غونډې ته د امريکا د نظامي استخباراتو مشر ډګر جنرال ونسنټ سټويوارډ هم د افغانستان په حالاتو خبرې وکړې، چې افغان امنيتي ځواکونه د طالبانو پر د ضد جګړو مشري پر غاړه لري، مګر د مخالفينو له لوري له سختو ستونزو سره مخ دي او د طالبانو د مقابلې توان نه لري.

جنرال ونسټ وويل: «د طالبانو د واک او ځواک سيمې ورځ تر بلې زياتيږي او د ګڼو ولايتونو پراخې سيمې له مرکزونو پرته له طالبانو سره دي، په همدې حال کې افغان حکومت هيله من دی، چې طالبانو سره د خبرو بهير پيل کړي، مګر موږ ډاډه نه يو، چې د سولې دغه بهير دې بريالی شي.»

ښاغلی کليپر وايي، چې طالبان اوس هم پر خپلو شرطونو ټينګار کوي، چې د سولې بهير لپاره بايد ټول بهرني پوځيان له افغانستانه ووځي.

جيمز کليپر او جنرال ونسنټ د افغانستان په اړه په داسې وخت کې د سياسي سقوط خبرې کوي، چې تېره اوونۍ افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو رخصتېدونکی مشر جنرال جون کمبل امريکايي کانګريس ته ويلي و، چې دافغانستان حکومت مخ پر ځوړ دی او له امريکايي چارواکو يې غوښتنه کړې وه، چې نور امريکايي پوځيان افغانستان ته ولېږي او کوم امريکايي سرتيري، چې افغانستان کې دي، د طالبانو پر ضد جګړو لپاره بسنه نه کوي.

جنرال کمبل د کانګريس وسله والو ځواکونو کمېټې ته وويل، چې له تېر يو کال راهيسې د افغان حکومت کاواکه دی او که اضافي امريکايي پوځيان افغانستان ته ونه لېږل شي، افغان حکومت له سقوط سره مخ کېدای شي.

«افغانستان مخ پر ځوړ روان دی، زه پر دې باور يم، که د ۲۰۱۶ لپاره مو وړ پلان ونه نيو، روان کال به له ۲۰۱۵مه هم خونړی وي.»

د امريکا دفاع وزارت، سپينې ماڼۍ او استخباراتي ادارو چارواکي له تېرو څو مياشتو وخت پر وخت داسې څرګندونې کوي، چې افغانستان اوس هم يو خطرناک هېواد دی، افغان حکومت کمزوری دی او طالبان ورځ بلې قوي کيږي، په داسې حال کې، چې افغانستان کې د امريکايي پوځيانو ۳۴ ساعتونو لګښت له ۲۴ مليونه ډالرو زيات دی.

د پېښو څارونکي وايي، چې امريکايان د افغانستان حالات د خپلو ګټو له مخې تحليلوي او حالات دومره هم نه دي ترينګلي، چې دوی ترې اندېښمن دي.

د سياسي چارو د شننونکو په اند امريکا په لوی لاس غواړي د افغانستان حالات ترينګلي وښيي او له دې لارې افغانستان کې د خپلو پوځيانو د پاتې کېدو لپاره دلايل پيدا کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عطاءالله همدرد افغان

دا کیسه بولی که نظم که یو شــــــــــعر حقیقــــت ده سهار ماښام مې زړه ته لویږي “”””””””””””””””””””””””””””””””””””””””””””””””””””” که قیامت شو! نظم تر پایه ولولی! ځان قیدي نن دصـــــــــراط المستقیم کړه ای “همدرده” که په ځان دې زړه خـــوږیږی “”””””””””””””””””””””””””””””””””””””””””””””””””””” که قیامت شو حسابونه شروع کــــــــــیږي هر سړی خپلو غمونو کې ډوبیـــــــــــــږي د هرچا کردار به یی خپل ځان سره مــــل وي یو میدان به وي خو ورونه به بیلـــــــــــیږي هیڅوک بل لره خواخوږی هلته نه شـــــــــي اولادونه او پلرونه جـــــــــــــــــدا کیږي د هرچاسره مزودونه بـــــــــه وي لاس کې چاته ښي چاته په کیڼ سپارل کیــــــــــږي هر انسان به له یو… نور لوستل »

عطاءالله همدرد افغان

السلا علیکم ورحمة الله وبرکاته:
دالله ج نه امید واریم چې روغ رمټ اوسی الله ج مو تل د حق طرفدار لره.
په مخکینې ایمیل کې مو یو نظم در ولیږه که په نشرولو ارزیده نشر یی کړی او که چیرته مو څه نیوکه یا پیشنهاد درلوده په مهربانی سره یی راته ولیکی.
دسالمو نیوکو او لارښوونو په هیله.
ستاسې غریبکار خو حق خوښووکنکی ورور.
عطاءالله همدرد افغان

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x