شعـــــرونه

د قران توري – بلال باسل

بلال باسل

څومره ښه لګی پر زړه دقرآن توری
له هرڅه نه دی خواږه دقرآن توری

اطمینان سکون او ډاډ دی پکی نغښتی
وایه وایه روزمره دقران توری

رڼاګانی پلوشی شیندی له ورایه
لکه سپین ستوری راڼه دقرآن توری

داچی ډار نلرم ویره له چا نکړم
همیش ګرځوم وسله دقران توری

ای باداره چی لاس لپه کړم ستا لورته
باسل کړمه وسیله دقران توری

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x