شعـــــرونه

د مینې تصوف ـ عرفاني

عرفان الله عرفاني

چې پیر د عشق وي یو راز به لري
څوک چې مرید وي نو غماز به لري

چاچې دی کړی تصوف د مینې
په طریقت کې ښه امتیاز به لري

مراقبه کې توجهه چې وکړي
دا تېز نظر کوم یو انداز به لري

چې کله دې ګرم محفل ته ورشې
په صوفیانه ر قص کې ساز به لري

د محبوب نوم په ترنم کې اخلي
څوک چې مداح وي خوږ آواز به لري

ستا خانقا کې نوراني ملنګان
له نورو خلکو څه اعزاز به لري

چې کرشمې په تجذب کې کوي
عرفاني خامخا یو ناز به لري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x