دیني، سیرت او تاریخ

د خاتمې دسمېدلو اسباب (۱) برخه

بسم الله الرحمن الرحيم

نحمده ونصلی علی رسوله الکريم  امابعد:

مخکي مونږدخاتمې(دژونددآخري حالت)دسمېدلوپه اهميت باندي ليکل کړي وواوس غواړم چي دالله پاک په توفيق سره  هغه اسباب اواعمال وليکم چي دخاتمې دښې کيدولامل ګرځې.

ځيني داسي کارونه په دين مبين کي راغلي دي چي دهغوپه اختيارولوسره انسان دې سترهدف ته رسېږي.

داکارونه اسانه کارونه دي،نوبايددټولوپه هکله هرمسلمان کوښښ وکړي چي پلي يې کړي څوددُنيااوآخرت نېکمرغي اوبرياليتوب يې په برخه شي.

له درنواوقدرمنولوستونکوهيله کوم چي دالړۍ ترپايه پوري په توجه اوپابندۍ سره ولولي.

۱:دخاتمې دسمېدلولپاره يوسبب دادی چي انسان په سيدُالاستغفار باندي مداومت اوهمېشوالی وکړي.

په ځانگړي توگه سهار او ماښام  يې بايديوځل لوستل هيڅکله پرې نږدي :

عنْ شَدَّادِ بْنِ أَوْسٍ رضي اللَّه عنْهُ عن النَّبِيِّ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم قالَ : « سيِّدُ الاسْتِغْفار أَنْ يقُول الْعبْدُ : (اللَّهُمَّ أَنْتَ رَبِّي ، لا إِلَه إِلاَّ أَنْتَ خَلَقْتَني وأَنَا عَبْدُكَ ، وأَنَا على عهْدِكَ ووعْدِكَ ما اسْتَطَعْتُ ، أَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ ما صنَعْتُ ، أَبوءُ لَكَ بِنِعْمتِكَ علَيَ ، وأَبُوءُ بذَنْبي فَاغْفِرْ لي ، فَإِنَّهُ لا يغْفِرُ الذُّنُوبِ إِلاَّ أَنْتَ .) منْ قَالَهَا مِنَ النَّهَارِ مُوقِناً بِهَا ، فَمـاتَ مِنْ يوْمِهِ قَبْل أَنْ يُمْسِيَ ، فَهُو مِنْ أَهْلِ الجنَّةِ ، ومَنْ قَالَهَا مِنَ اللَّيْلِ وهُو مُوقِنٌ بها فَمَاتَ قَبل أَنْ يُصْبِح ، فهُو مِنْ أَهْلِ الجنَّةِ » رواه البخاري  ص۹۳۳ج۲)

له حضرت شدادبن اوس رضی الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:سيدالاستغفار دادی چي بنده ووايي:

اللَّهُمَّ أَنْتَ رَبِّي……………………………………… فَإِنَّهُ لا يغْفِرُ الذُّنُوبِ إِلاَّ أَنْتَ

(ياالله! ته زمارب يې! له تاپرته څوک دعبادت لائق نشته،تازه پيداکړی يم اوزه ستابنده يم،ترڅوچي زماطاقت وي زه ستاپرعهداو وعدې ولاړيم،زه په تاسره دهغه څه له شرڅخه پناه غواړم چي ماکړي دي،پرماباندي ستادکړونعمتوله امله زه تاته اقرارکوم،اوزه په خپله گناه اقرارکوم،نوماته بخښنه وکړه!ځکه له تاپرته څوک گناهونه نه شي بخښلای.)

څوک چي داکلمات په ورځ کي ولولي،په داسي حال کي چي يقين ورباندي لري،نوپه دې ورځ کي که ترماښام مخکي مړشو،نوداجنتي دی اوڅوک چي يې په شپه  کي ولولي په داسي حال کي چي ورباندي يقين کوونکی وي،نوکه ترسهارمخکي مړشو نودی جنتي دی.(بخاري شريف)

په دې حديث شريف کي دهغه چالپاره دخاتمې دسموالي زېری دی څوک چي سيدالاستغفارلولي .

نوددې دلوستلوهم بايدانسان پابندي وکړي ځکه دسيدالاستغفارويل اسان کاردی،لوستل يې ډېروخت هم نه اخلي اوگټه يې دومره زياته ده چي انسان جنتي کوي.

سيدالاستغفاريعني داستغفارونوسردار.

داستغفارونوسردار ورته ځکه ويل کېږي چي په دې دُعاءکي داسي الفاظ اومعاني موجود دي چي له امله يې داستغفارونودسردارپه نوم سره دنومول کېدلومستحق شوی دی.

انسان دېته ډېراړدی چي دخپلوکړوگناهونوبخښنه له الله پاک څخه هروخت وغواړي.

همدا راز پربنده باندي دالله پاک زيات حقوق شته،دهغوپه ترسره کولوکي له انسان څخه ډول ډول کمزورۍ کېږي،له دې امله هم بايد ډېر استغفار وکړي، څو الله پاک ورته په عبادت کي کمزوري معاف کړي.

نوکله چي دډېرواستغفارونوکولوته اړدی نوکه په داسي ټکوسره استغفار وکړي چي هغه ډېرمعتبر ټکي وي نودا ډېر مفيد کار دی او دقبلېدلو زيات اميد يې شته.

په استغفارونوکي تر ټولومعتبر او غوره  داکلمات دي چي ورته سيد الاستغفار ويل کېږي.

داکلمات بايدڅومره چي دانسان وس کېږي ډېرولولي،خصوصًاله هرفرض لمانځه وروسته اوپه ځانگړي توگه سهار او ماښام خو بايدتل ولوستل شي ځکه دومره غټه گټه ده چي انسان جنتي کوي.

کله چي انسان جنتي شونومعلومه خبره ده چي ددې انسان خاتمه هم صحيح شوې ده.

نوپه داسي حال کي چي دسيدالاستغفاردومره لويه گټه ده نوبياددې په لوستلوکي سُستي کول يقينًالويه بې نصيبي ده چي بايدځان ترې وژغورل شي.

 دا دُعاء خامخا داهم نه غواړي چي ياده به دي وي، بلکي که په يوه کاغذ وليکل شي اوبيا ترې ولوستل شي هم صحيح ده.

(نور اسباب به ان شاءالله تعالی بيا وليکو)

وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين

ليکوال: حافظ مولوي عصمت الله عزام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x