نړۍ

پښتونخوا کې پښتو ژبه او ادبيات له ښوونيز نصابه وېستل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۲۱مه، ۱۳۹۴ل): پښتو ژبه د خيبر پښتونخوا د ښوونځيو او پوهنتونو په نصاب له پخوا هم کمزورې وه، مګر د خيبرپښتونخوا اوسنی حکومت پښتو ژبه په تدريسي نصاب کې د لازمي مضمون په توګه نه ده ځای کړې.

د ملاکنډ، سوات پوهنتونو او د مردان عبدالولي خان پوهنتون کې پښتو ډيپارټمنټ نه شته او د پښتونخوا په نورو پوهنتونو، چې د پښتو ژبې او ادبياتو کوم ځای و، د نېشنل عوامي ملتپال ګوند او اوس د عمران په مشرۍ د انصاف غورځنګ حکومتونو دغه لور ته هېڅ توجه نه ده کړې.

د خيبرپښتونخوا ايالتي اسامبلۍ کې د نېشنل عوامي ګوند استازی او د ښوونې پخوانی وزير سردارحسين بابک وايي، چې تېر حکومت د پښتو ژبې د ودې لپاره د سيمه‌ييزو ژبو د پرمختګ په نوم يوه اداره جوړه کړې وه، مګر اوسني حکومت دغه پروسه له پامه غورځولې ده.

په عين حال کې د پاکستان د لوړو زده کړو ادارې امر کړی، چې د پېښور اسلاميه کالج پوهنتون کې دې پښتو ډيپارټمنټ بند شي او لامل يې دا ښوولی، چې سږ کال دغه ډيپارټمنټ ته دېرش محصلين د داخلې لپاره نه دي راغلي او د دوی شرط دا دی، چې هر ډيپارټمنټ بايد هر کال لږ تر لږه دېرش نوي محصلين ولري.

پښون ټايمز انګريز ورځپاڼې ليکلي، چې د خيبرپښتونخوا ايالتي حکومت له دې اعلان څو ورځې وړاندې دخيبرپښتونخوا ليکوالانو او هنرمندانو ته د مياشتې دېرش زره روپۍ منلي، چې په وړيا توګه به يې حکومت دوی ته ورکوي.

د پښتون ټايمز په وينا د حکومت له لوري دغه دېرش زره روپۍ يو ډول «رشوت» دی، چې د پښتو ډيپارټمنټ د دبندېدو پر مهال د ليکوالانو خولې وربندې کړای شي او هېڅ ډول احتجاج ونه کړي.

د خيبرپښتونخوا ښوونځيو کې د انصاف غورځنګ واکمن ګوند له تېرې اوږدې مودې راهيسې دپښتو ژبې او ادبيانو مضمونونه له نصابه ويستي او د اسلامي کالج پوهنتون ادبياتو پوهنځي تړل د پښتو ژبې لپاره وروستی زيان بلل شوی دی.

د خيبرپښتونخوا ليکوالانو او د پښتو ژبې استادانو پر ايالتي حکومت سختې نيوکې کړي، چې دوی په لوی لاس هڅه کوي، چې پښتو ژبه کمزورې کړي او له همدې امله يې د ښوونځيو او پوهنتونو له نصابه باسي.

خيبرپښتونخوا کې له پيله د پښتو ژبې په اړه تر اوسه داسې پاليسي نه ده عملي شوې، چې د دغه ايالت او قبايلي سيمو اوسېدونکو ته دې د ملګرو ملتونو له قانون سره سم په مورنۍ ژبه ليک لوست وښودل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Suliman Zahid

د یو ژبی د زده کولو هدف او اهمیت پدی کی وی چه هغه په رسمیاتو ، دفاترو ، کاروبار ځایونو او یا په علمی مراکزو کی تری استفاده وشی متآسفانه پښتو ژبی ته په پورته دری واړو ساحو کی چانس ندی ورکړل شوی ، نو دا وضیعیت به یوازی پیښور کی نه بلکی په کابل کی هم راروان دی ، اصل کی د ډیرنډ کرښه د پښتون ټبر د بربادی منشآ ده ، که ړنګه نشی په راتلونکی ۵۰ او یا تر ۱۰۰ کالو پوریی به د پښتون صرف په تاریځ کی یو یاد پاتی شی ، او ویل… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x