نظــر

پاکستان او نوی طالبانایزېشن

سليم ساپی

د لومړي ځل لپاره، چې د پاکستان حکومت او ادارو پر ضد د جنوبي وزيرستان طالبان راپورته شول، مشر يې نېک محمد وزير و. وزیر د امريکا څارګرې الوتکې په بريد کې ووژل شو. ۲۰۰۷م کې د پاکستان ټولو سخت دريځو د «تحريک طالبان پاکستان» په نوم نوې ډله جوړه کړه او بيت الله محسود يې مشر شو. بيت الله محسود او د هغه ځای ناستی حکيم الله محسود دواړه د امريکايي بې پيلوټه الوتکو ښکار شول.

همدارنګه د طالبانو نور لوړپوړي مشران، لکه قاري حسين، ولي الرحمن محسود، الياس کاشميري او ګڼ نور مشران د تېرو څو کلونو په ترڅ کې په پرله پسې توګه په ډرون حملو کې ووژل شول.

د حکيم الله محسود له وژل کېدو وروسته د سوات طالبانو مشر ملا فضل الله د پاکستاني طالبانو مشر وټاکل شو. ملا فضل الله د امريکايي بې پيلوټه او پاکستاني پوځ بريدونو له ويرې د پخوانيو مشرانو په څېر د جګړې ډګر ته راونه وت او له همدې امله يې خپل پلويان او ملګري هم کنټرول نه شو کړای او پاکستاني طالبان په څو ډلو ووېشل شول.

لومړی د ولي الرحمن محسود ډله جلا شوه، ورپسې د مومندو طالبانو جماعة الاحرار په نوم جلا شوه، د ارکزيو طالبانو مشر حافظ سعيد خان خو له داعش سره ولاړ، د پنجابي طالبانو مشر خو له حکومت سره جوړه وکړه او د پاکستان په ګڼو ښارونو کې د طالبانو ګڼ مشران ونيول شول يا په نښتو کې ووژل شول. د لشکر جنګوي مشر ملک اسحاق او ګڼ نور پلويان يې د پنجاب پوليسو په ډزو کې ووژل شول، په رسنيو کې د طالبانو فعاليتونو په خپرولو سخت بنديز دی، د پېښور پر پوځي ښوونځي د بريد له امله ولسي خلک هم طالبانو ته سخت قهرېدلي دي. جماعت اسلامي، تحريک انصاف او مولانا فضل الرحمن جمعيت علمای اسلام ګوند هم د طالبانو پر ضد څرګندونو ته اړ شوي دي او تر ټولو مهمه يې دا ده، چې شمالي وزيرستان کې د طالبانو د اوسېدو کوم ځايونه وو د پوځي عملياتو له امله دغه ځايونه ټول له منځه ولاړل.

د شمېر او سروې ګانو له مخې ترهګريزو فعاليتونو کې پام وړ کمی راغلی او د دومره پرمختګونو سره بايد ټول ولس د لومړي وزير نوازشريف او د هغه ملګرو په څېر ډاډمن وای، مګر زما اندېښنې او پرېشاني ورځ تر بلې زیاتيږي. د خپلو پوځيانو، پوليسو او نورو امنيتي ځواکونو د وينو نتيجې ما ته نه ښکاري، چې دغو ځواکونو يې د کومې موخې لپاره قرباني ورکړې ده.

ما ته د ټول پاکستان په ځانګړې توګه پښتون مېشتو سيمو کې يو نوی ګواښ ترسترګو کيږي او خطرناک طالبانيزيشن د خپرېدو بوی راځي. کېدای شي د دغو خلکو نوم طالبان نه وي، مګر کارونه به يې له طالبانو هم سخت او خطرناک وي، کېدای شي، هغوی ږيرې هم ونه لري، مګر د طالبانو په پرتله به له حکومت سره تر هغو په سخته اندازه جګړه کوي، د اوسنيو طالبانو په مقابل کې به دوی د حکومت پر ضد نوي او پرمختللي وسايل کاروي او دولتي ادارو کې به له اوسنيو طالبانو زيات اغېز ولري. د دغو طالبانو سخت دريځي او عمليات به د هېڅ ډلې او مذهب تر اثر لاندې نه وي او په دغو طالبانو کې به د غوسې او غچ اخيستو نښې زياتې وي. د دغو طالبانو په ليکو کې به د پوهنتونونو رييسان، پروفيسران، استادان، شاعران او اديبان هم وي، لوستي او د پوهنتونونو محصلين او علما به هم ورسره وي او حتی قبايلي مشران به هم له دوی سره ملګري وي.

دغه طالبان به د اوسنيو هغو په څېر له خپلو کورونو ياغيان نه وي، بلکې هغوی سره د خپلو مېندو دعاوې او همدردي وي او ښځې به ورسره اوږه په اوږه جنګيږي او د بدبختۍ ځای دا دی، چې لومړی وزير نواز شريف او عمران خان لګيا دي، دغه ډول طالبان تياروي، نور سياسي ګوندونه يې مرسته کوي او يا هم غلي ورته ناست دي.

رسنۍ خو د خپلو سوداګريزو اعلانونو په فکر کې دي، دې خبرې ته هېڅ توجه نه کوي او نه هم نور ولس له دې ګواښه خبروي.

د پښتنو له سيمو تکړه او سوداګرو خلکو د پاکستان نورو سيمو يا بهرنيو هېوادو ته هجرتونه کړي، د ادب او کلتور جنازه له دې سيمو وتلې، دلته ادب، شاعري، حتی موسيقي هم د جګړې ساندې وهي. ماشومان د سترګو پټونې پر ځای د سرتېرو بريدونو تمرينونه کوي.

موږ اورېدلي وو، چې حکومت د ولس د مور په څېر وي، مګر دغو سيمو کې حکومت د پلندر او جاهل پلار په څېر چلن کوي. زما مور او پلار، چې پر ما څومره احسانات لري، تر ټولو غوره يې دا دی، چې زما له لاسو يې ټوپک اخيستی او قلم يې راکړی دی، مګر نن سبا پښتونخوا کې حکومت زده کوونکي او محصلين له ټوپکو او بارودو سره اشنا کوي او پروفيسران اړ دي، چې له کلاشينکوف سره ښوونځيو ته راشي. پخوا سوات او قبايلي سيمو کې د امن لښکر په نوم خلک د حکومت په امر په وسلو مجهز شول او اوس پښتونخوا ايالت واکمن ګوند انصاف غورځنګ استادانو او پروفيسرانو سره دا ظلمونه کوي، چې په زور يې ټوپک اخيستو ته اړ کوي او که څوک ځان سره وسلې رانه وړي، نو حکومت سزا ورکوي، چې ولې يې ټوپک نه دی راوړی.

له هغه وخته، چې پلازمېنه کې د نواز شريف په مشرۍ د مسلم ليګ ګوند واکمن شوی د وسلو جواز لپاره يې نوې پاليسي پيل کړې، چې تر اوسه نه ده پوره شوې، مګر ما سره د خپلې سيمې د پوليسو حوزې د مشر هغه ويډيو شته، چې وايي، د پوهنتون او کالجونو استادانو ته يې اجازه ورکړې، چې له جواز پرته دې ځان سره وسلې ګرځوي. دا خو موږ په لوی لاس پوهنتونونو او ښوونځیو کې د ټوپک فکر د خپرولو جواز ورکوو.

هغه وخت، چې موږ په ښوونځي کې وو، استاد به هغه شاګرد ته سپکې سپورې ويلې او له ښوونځي به يې شاړه، چې چا سره به چاقو بکسه کې و، مګر اوس خو حکومت استادان اړ باسي، چې خامخا دې ځان سره وسلې ګرځوي.

د پښتنو په کورونو کې به وسلې وې، مګر د هغوی مېندو خويندو به تل هڅه کوله، چې دغه وسله د خپلو ځوانانو له لاسه لرې خوندي وساتي، مګر د نوازشريف او عمران خان په واکمنۍ کې زموږ لوستو خويندو ميندو ته د ټوپک چلولو روزنه په ښوونيزو ادارو کې ورکول کيږي.

تېره جنوري کې، چې پر باچاخان پوهنتون بريد وشو د عمران خان واکمن ګوند د پوهنې او عالي تحصيلاتو دواړو وزيرانو د برتانيې چکرې وهلې، يوازې اعلی وزير د خلکو له نيوکو وروسته هېواد ته راستون شو او دواړو وزيرانو مشتاق غني او عاطف يوسفزی له پېښې وروسته هم اته ورځې لندن کې وو.

ايالتي حکومت او عمران خو به خپلو وزيرانو ته هېڅ ونه وايي، بلکې د پېښې ټوله پړه به د پوهنتون پر رييس فضل رحيم مروت اچوي. د پوهنتون رييس په يوه تلويزوني مرکې کې ويلي، چې ده ته د دې خبرې سزا ورکول کيږي، چې دی ولې په دې پېښې کې ژوندی پاتې شوی او نوموړی اوس له حکومته غواړي، چې په پوهنتون کې توغندي نصب کړي. د پېښور پوهنتون سره له دې امله ناوړه چلند کېږي، چې د انصاف ګوند يو پارلماني وکيل اسناد يې نه دي تصديق کړي او هغه يې جعلي بللي دي. د سوات پوهنتون رييس د هغې سيمې د ايالتي وکيلانو له لاسه وشړل شو، د صوابۍ پوهتون له ښځينه رييسې سره د ايالتي اسامبلۍ د رييس ورېندارې شخړې وکړې، د مردان پوهنتون رييس د احتساب ادارې له لوري ونيول شو او د اسلاميه کالج پوهنتون رييس ډاکټر اجمل د طالبانو له بنده په داسې حال کې راخلاص شو، چې سپينه ږيره يې پرېښې وه.

اوس د باچاخان پوهنتون رييس فضل رحيم مروت له دې امله له دندې ګوښه کيږي، چې طالبانو ولې د ده پر پوهنتون بريد وکړ او ټول هېواد کې دومره څوک نه شته، چې دا خبره وکړي، چې ډاکټر فضل رحيم مروت د پوهنتون رييس دی که کورنيو چارو وزير؟!

کله چې علمي کدرونه له سيمې ووځي، سوداګري له دې ځايه کډه وکړي او نوی نسل له ټوپکو او بمونو سره اشنا کيږي، استادان او د پوهنتونونو رييسان سپکيږي، د رزق لارې تړل شوي وي، نو د دې سيمې راتلونکي نسلونه به طالبان نه وي، نو څوک به وي.

د پاکستاني ولس د رزق او اقتصاد يوه لاره د چين او پاکستان اقتصادي دهليز و، مګر د نواز شریف او د پلان وزير احسن اقبال سياستونو او استخباراتي ادارو کمزوريو دغه د رزق دروازه هم پر پاکستان ودروله.
په دغسې وخت کې، چې افغانستان د کورنۍ جګړې پر لور روان دی، قبايلي سيمو کې ورځ تر بلې طالبان ځای پر ځای کيږي، هره ورځ زرګونه خلک د افغانستان او پاکستان له پولو بې ويزې اوړي را اوړي، نو د پښتنو سيمو کې به څرنګه امنيت راشي.

تاسې خپله فکر وکړئ، چې راتلونکي طالباني فکر به څنګه خلک راپيدا کړي او دا به د پاکستان دولت لپاره څومره سرخوږی وي.

ما چې د چين- پاکستان اقتصادي دهلېز لپاره دا نارې وهلې، چې له لويديځې لارې دې پيل شي، د دې لپاره مې مرۍ وچه نه شوه، چې هلته زما د وروڼو شخصي کارخونې نه وې او نه د مرکزي حکومت د وزيرانو د وروڼو په څېر مې دغه قراردانونه اخيستل.

ما تل د پاکستان د اوږدمهالو ګټو فکر کړی. ما غوښتل، چې د پښتنو په سيمو کې پيدا کېدونکي طالبان د راولپنډۍ، لاهور او زما د ژورنالېزم استادانو د خوښۍ ژوند ور ګډوډ نه کړي او دوی لپاره سرخوږی نه شي، مګر حکومتي چارواکي يوازې د خپلو کورونو د خوندي کولو له امله د طالبانايزېشن د دې فکر د پاتې کېدو غوښتونکي دي، نو زه څه کولای شم.

د ميا نواز شريف او عمران خان اولادونه خو له پخوا بهرنيو هېوادونو کې بې غمه پراته دي، زموږ په څېر قبايلي او د بې وزلو سيمو اوسېدونکي خو له پخوا له مرګونو سره بلد يو، مګر د وړو او شخصي ګټو لپاره د نوازشريف او عمران خان د پلويانو زامن به څه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x