ملا محمد حسن رحمانی

فقيرانه آمد، فقيرانه زېست و فقيرانه رفت…!

عنایت الله کاکړ
الحاج ملا محمد حسن رحماني هم د اجل داعي ته هرکلی ووايه، د فنا له دار نه د بقاء دار ته وکوچېد. نوموړی زموږ د جهادي تاريخ هغه روښانه څېره وه چې تشه یې ښايي تر ډيره وخته ډکه نشي.
د شورويانو پر خلاف په جهاد کې يې نه یواځې دا چې ونډه واخيستله بلکې د طالبانو د یوه غښتلي فدايي ګروپ قومندان هم وو.
د شوروي له وتلو او د کمونستانو له سقوطه وروسته يې د بيت المال یوه یوه ذره او یوه یوه حبه بېرته بیت المال ته وسپارل او په خپله یې د اختیاري فقر ژوند غوره کړ.
هغه فقير وو، د فقر لاره یې ونيوله خو داسې فقير چې د ژوند تر پايه يې له الله جل جلاله پرته د کوم خان او نواب پر وړاندې لاس ونه غزاوه.
همدغه علّت وو چې نوموړی د ملګرو په منځ کې د حاجي ملاصاحب فقير په نوم یاديده.
حاجي ملاصاحب فقير د خپلي پاک نفسۍ، تقوا، پشت کارۍ او جديّت له امله د طالبانو د مشر ارواښاد ملا محمد عمر مجاهد له لورې د کندهار والي وټاکل شو او تر پايه په همدغه دنده پاتې شو، داسې والي چې دلته یې هم د فقر لمن له لاسه ورنکړه. د بیت المال د یوې یوې روپۍ پر سر به یې له خلکو سره ناندرۍ وې، د خپل کار په موده کې یې هیچا ته اجازه ورنکړه چې د بیت المال له ممتلکاتو سره د اسراف او بې احتیاطئ معامله وکړي.
سره له دې چې د کندهار په څېر د یوه ولایت والي وو، خو د کار په موده کې یې یواځې یو موټر کاراوه او هغه هم د رسمي کارونو لپاره. د شخصي کار لپاره يې هيڅکله هم دولتي موټر ونه کاراوه او نه يې هم د خپل خټین کور پر ځای په شاهي قصرونو کې واړول.
په ۱۹۹۵ز کال کې د باندنیو خبریالانو یوه ډله کندهار ته تللي وه او په ښار کې ګرځيدله چې په بازار کې یې د ګڼې تورې ږيري یو سړی وليد چې پر پیاده رو ناست دی او خپلې د لرګي په پښه کې چې خرابه شوي وه میخونه ټک وهي.
خبريالان هغه مهال اریان دریان شول چې وپوهيدل چې دا بل څوک نه دی بلکې د کندهار والي ملا محمد حسن رحماني دی…!
الحاج ملا محمد حسن رحماني د خپل تقشف او تقوا پر مټ یو ځانګړی جذابيّت درلود. اوس چې د خپل مبارک عمر په پنځه پنځوسمو کالو کې وو یې د جذابيّت تر څنګ بې ساری شفقت هم درلود. تکې سپینې مبارکې ږيرې ته، هميشنۍ موسکا ته او متین، ارام او نرم چلند ته چې به يې ما کتل نو په باوري ډول به مې صحابه کرام یو یو سترګو ته جګ ودريدل…!
لوی الله جل جلاله دې مرحوم ته د خپل رحمت تر سيوري لاندې ځای ورکړي. الله سبحانه و تعالی دې ورته ټول جهادونه، هجرتونه، زحمتونه او تکليفونه قبول کړي او حشر دې رب له نبييّنو، صديقینو، شهیدانو او صالحینو سره وکړي… اللّهم امین یا رب العالمین…!

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمدربی اماج
میلمه
محمدربی اماج

دغه عنوان یا سر لیکه د ایرانی کاپی را ته ښکاره شوه هغه داسی چی کله په ایران کی دوکتورعلی شریعتی ومړ نو د هماغه مهال ډیرو ورخپاڼو په خپلو سرلیکونو کی داسی لیکلی وو چی مظلومانه زیست ومظلومانه مرد. چی او بله دا چی دومره فقیرانه هم نه وو د خپل ولایت په مهال یی د ملګرو ملتونو استازۍ ( شولتز ) د اوبو په ډک جګ ویشتلۍ وو.

غوربندي
میلمه
غوربندي

اماج صيب تاسو ته سلام أو احترام په دي هيله چی د فقیر په صحیح مانا زان پوی او بیا اظهار فی ما بطن وکري . تاسو ته فقر د ذلت مترادف شکاري که سنگه، فقیر هغه دي چی ته يي باید له حاله زان خبر کری کنه په فقیر کی دومره غنا و حیا او قناعت و صبر او شکیبایی او وزن ( درنشت) جمع وي چی له وجي يي کله هم نه غواري د خپل احتیاج له مخی انساني کرامت د نورو په سترگو کی پيکه او تيت ترسیم کري. د ناشولته شولتز مثال مو نورو لوستونکو ته… نور لوستل »