دیني، سیرت او تاریخ

اولو الامر

لیکوال: اتل مشواڼی
لیکوال: اتل مشواڼی

لیکوال: اتل مشواڼی

که څه هم د اسلام مبین دین په هره برخه کې د مشر د اطاعت سپارښتنه کړې؛خو په ټوله کې ډېر مهم بحث د الولامر د اطاعت دی، چې د اسلام د سیاست اډانه پرې اباده ده.منښت د تفرقې او پاشلتوب مخه نیسي، که هره برخه کې له ځانه د لوړ کس خبرې ونه منل شي، هاغه برخه او کړنه به نیمګړې وي.د اسلام سیاسي لارښونې او احکام په روښانو ټکو امت /ملت د خپل امیر اطاعت ته رابولي، داسې چې د الله جل جلاله او محمد صلی الله وسلم له  اطاعت  څخه  وروسته یې اطاعت  درېیمه درجه لري.اسلام د دولت د رییس یا خلیفه د اطاعت کړۍ نه هومره تنګه ښودلې چې له امله یې ولس له ستونزو سره مخ شي او نه یې ولس ته د خپلسرۍ دایره ماته کړې چې له واحد او متحد مرکز) اسلامي نظام( څه بهر شي، یا د بغاوت چانس ولري. پر دې اړه ډېر نصوص موجود دي؛ خو نن یوازې د سورت النسا پر ۵۹ ایت بحث کوو او خپله موضوع غزو. الله جل جلاله فرمایي:

يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوٓا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُولِى الْأَمْرِ مِنكُمْ ۖ فَإِن تَنٰزَعْتُمْ فِى شَىْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْءَاخِرِ ۚ ذٰلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلًا- [سُوۡرَةُ النِّسَاء : 59]

اې مومنانو! د الله تعالی او رسول اطاعت وکړئ او د هغو چې له تاسې څخه د امر خاوندان دي.بیا که په کومه چاره کې مو شخړه پېښه شي، که پر الله او ورځ د اخرت ایمان لرئ! الله او رسول ته یې وړاندې کړئ!  دا کار خیر او ښه راتلونکی دی.

ایت شریف کې په ترتیب سره د الله جل جلاله، رسول الله صلی علیه وسلم او اولو الامر اطاعت ذکر شوی. یعنې د قران کریم، او نبوي حدیثونو او له قران، سنتو سره مواففو چارو کې پر مسلمانانو د امیر اطاعت فرض دی. دا چې له اولو الامر موخه د مسلمانانو خلیفه او چارواکي دي، پر اړه یې ګڼ دلایل موجود دي.

ځينو عالمانو له اولو  الامر څخه مراد دیني عالم او فقیه ښودلی،دوی د ځینو صحابه کرامو او تابعینو خبرې دلیل نیسي.لکه جابر بن عبدالله چې ویلي: هم اهل العلم والخیر، یعنې د علم او خیر څښتنان ترې مراد دي. عطاء او ابوالعالیه هم په ورته اند دي.که مسله پر دقت پرتله کړو معلومه به شي، چې د جابر، عطاء او نورو قول له مشهور قول سره هيڅ ټکر نه لري، ځکه د اسلام په لومړيو کې خلیفه هم د دولت رییس و، هم به د پوځ(مجاهدینو) قومندان و، هم به یې اسلامي مسایل او د مسلمانانو تر منځ شخړې د قران او سنت په رڼا کې هوارولې،ځکه خو ځینو صحابه کرامو که له اولو الامر څخه دیني عالم مراد کړی، اصل کې یې د وخت د حاکم  یو صفت ښودلی ځکه چې خلفاء راشدین ټول نه تنها چې عالمان وو، بلکې مسلمانان یې پر پیروي هم اړ دي.د علم کوم سیستم چې اوس رواج دی، چې عالم ځان یوازې علم ته وقف کړی او له نورو دیني /دینوي چارو ګوښه دی، پر دې د پورت ایت اطلاق ځکه ناسم دی، چې هغه مهال خلیفه خپله هم فقیه و هم  قاضي و او هم د مسلمانانو مشر.

په عربي ژبه کې د امر کلیمه پر مشر دلالت کوي، یعنې هغه څوک، چې حکم یې چلیږي او حاکم وي.کله چې د امر کلیمه د اوالي الامر په  ترکیبي بڼه راشي، نو مانا تر سلطنت او حکومت راوځي.همدا لامل دی، چې امام بخاري رحمت الله علیه د اولو الامر مانا ذوی الامر باندې کړې، یعنې د حکم څښتن او حکم يوازې هغه څوک کولای شي، چې حکومت او سلطنت ولري او حاکم وي.که له سوچه عربه وپوښتئ، چې اولو الامر څه مانا؟ بې له ځنډه به درته ووایي، چې د حاکم او واکمن پر مانا دی.بل دلیل چې موږ ته روښانه کوي، نوموړي ایت کې له اولو الامر څخه د مسلمانانو خلیفه مراد دی، دا دی چې د همدې سورت په۸۳ایت کې په ډېرو ښکاره تورو سره اولو الامر د حاکم لپاره کارول شوی دی.دا چې: (القران یفسر بعضه بعضا) دی خپل د اولو الامر مانا په قران کریم کې ګورو :

وَإِذَا جَآءَهُمْ أَمْرٌ مِّنَ الْأَمْنِ أَوِ الْخَوْفِ أَذَاعُوا بِهِۦ ۖ وَلَوْ رَدُّوهُ إِلَى الرَّسُولِ وَإِلٰىٓ أُولِى الْأَمْرِ مِنْهُمْ لَعَلِمَهُ الَّذِينَ يَسْتَنۢبِطُونَهُۥ مِنْهُمْ ۗ وَلَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُۥ لَاتَّبَعْتُمُ الشَّيْطٰنَ إِلَّا قَلِيلًا【سُوۡرَةُ النِّسَاء : 83]

چې د وېرې او ډاډ خبر ور ورسيږي، سم له واره یې خپور کړي.که چېرې یې پکې پېغمبر او مسوولو کسانو) حاکم( ته رجوع کړې وای، د خبر حقیقت به یې ترې معلوم کړی و.که د الله فضل او کرم نه وای له لږکیو پرته، ټولو به د شیطان پیروي کوله.

دلته الله جل جلاله فرمایلي: که چېرته د ستاسې په منځ کې داسې اوازې خپرې شي، چې خلکو کې د شکست یا بېځایه  ډاډ لامل وګرځي، نو سم له وار پرې باور مه کوئ!  اول ترې نبي کریم صلی علیه وسلم خبر کړئ یا خپل حاکم چې د نوموړې پېښې رښتونولي او دروغولي ثابته کړي.دلته ګورو چې له اولو الامر څخه د ډلې مشر او حاکم مراد دی، ځکه بې له حاکم او ډلمشر څخه بل څوک د ورځنيو اوازو سپناوی نه شي کولای او دا کار په حاکم پور اړه لري.

له سهي حدیثونو هم جوتیږي، چې نوموړی ایت د حاکم او قومندان پر اړه نازل شوی، بخاري او مسلم له ابن عباس څخه روایت کړی، چې دا ایت د عبدالله بن حذافه بن قیس بن عدي پر اړه نازل شوی کله چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم پر یوې سریې لېږه.امام طبري په خپل تفسیر کې روایت کړی، چې نوموړی ایت د عمار بن یاسر او خالد بن ولید د خپلمنځي شخړې  پر اړه نازل شوی، خالد بن وليد امیر و، او عمار رض د خالد رض  له اجازې پرته مزدور نیولی و.

د صحابه وو او تابعینو روایات هم په ورته بڼه دي.حافظ ابن حجر له ابن عینیه څخه روایت کړی، چې ويلي دي، ما له زید بن اسلم څخه د دې ایت پر اړه وپوښتل، چې له محمد بن کعب څخه وروسته په مدینه کې ترې د قران لوی مفسر نه و.ده وویل، چې مخکې ایت یې ولوله! د څه پر اړه نازل شوی؟

إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَن تُؤَدُّوا الْأَمٰنٰتِ إِلٰىٓ أَهْلِهَا وَإِذَا حَكَمْتُم بَيْنَ النَّاسِ أَن تَحْكُمُوا بِالْعَدْلِ ۚ إِنَّ اللَّهَ نِعِمَّا يَعِظُكُم بِهِۦٓ ۗ إِنَّ اللَّهَ كَانَ سَمِيعًۢا بَصِيرًا [سُوۡرَةُ النِّسَاء : 58]

مسلمانانو! الله تاسي ته حُكم كوي چي امانتونه یې اهل ته وسپارئ. كله چي د خلكو په منځ کي پرېکړه كوئ، نو په عدالت سره یې وکړئ، الله تاسي ته په دې سره ډېر لوى نصيحت كوي او په باوري ډول الله اورېدونكی او ليدونكی دى.

نو چې دا ایت د حکم پر اړه نازل شوی، ورپسې ایت شریف هم له دې سره اړیکه لري او د موضوع تفصل دی.دا چې خپله سلطنت او مشري یو امانت دی، پر اړه یې نبوي حدیث شته.امام مسلم حدیث راوړی چې ابوذر رض له محمد صلی الله علیه وسلم څخه وغوښتل چې ماته کومه حکومتي دنده راکړه، نبي کریم صلی الله علیه وسلم ورته وویل: یا اباذر انک ضعیف وانها امانه وانها یوم القیامة خزي وندامة الا من اخذها بحقها وادي الذي علیه.یعنې اې ابوذره ته کمزوری یې (د دولتي دندې د سرته رسولو وړتیا نه لري.)دا خو یو امانت دی او د قیامت پر ورځ به د رسوایۍ او پېښمانۍ سبب وګرځي، مګر هغه چا ته نه چې حق یې ادا کړی. له دې ایت شریف څخه دا درس هم راکړل شو، چې د حکومت واګی او واک داسې چا ته ورکړو چې اهل یې دی او وړتيا یې لري.له حدیث شریف څخه معلومیږي، چې مسلمانان باید د داسې پوسټ او څوکۍ غوښتنه ونه کړي، چې وړتیا یې نه لري.د دولت رییس دې هم داسې کسان پر پوسټونو وګماري، چې د پوسټ مطابق وړتیا ولري او هسې پر بېځایه غوښتنو دې دولتي چارې چا ته نه سپاري.

ابن حازم کله چې د هغو صحابه وو او تابعینو شمېر وکړ، چې پورته تفسیر ترې نقل دی، شمېر یې دیارلسو ته رسېده! له ټولو غټ دک او دلیل یې دا چې د امرالمومنین فی الحدیث امام بخاري نظریه هم دا ده، چې له اولو الامر څخه مراد خلیفه او حاکم دی.د ایت تشریح کې یې: ومن یطاع الامیر فقد اطاعني…/چا چې د امیر اطاعت وکړ هغه زما اطاعت وکړ…  حدیث راوړی دی.

پر  ایت شریف غور  موږ ته څو نورې لارښوونې هم په واک کې راکوي.موږ په کومو چارو کې پر اطاعت مکلف یوو؟ ایت شریف کې د الله جل جلاله او رسول الله صلی الله علیه وسلم له نومونو سره د اطیعو فعل راغلی او د اولو الامر له کلیمې سره نه دی راغلی، دا پر دې مانا چې اصلي اطاعت د الله او د رسول دی او د حاکم اطاعت د دوی په پیروۍ پورې تړلی.د حاکم منښت تر هغه وخته پورې اړین دي، چې د الله جل جلاله او نبي کریم صلی الله علیه وسلم له لارښوونو سره سم فرمان وي.وروسته په ایت کې فان تنزعتم … په راوړلو سره یې خبره لا روښانه کړه، که مو په کوم کار کې شخړه راغله نو قران او سنت ته یې یوسئ!  مطلب دا چې اصلي حاکمیت به  د قران او سنتو وي او حاکم /خلیفه به د قران او سنتو پلې کوونکی وي.پر دې اړه ډېر حدیثونه دي، چې  بیا به پرې خبرې وکړو.د منکم ويی ښيي، چې تاسې د خپل مشر اطاعت وکړئ، دلته یې بله قاعده هم موږ ته را وښودله، چې مشر او خلیفه به زموږ له منځه وي، مسلمان به وي.ښايي ترې دا مانا هم واخلو، چې د مسلمانانو له منځه به ټاکل شوی وي، د دوی په خوښه او له دوی سره به یې ګډ ژوند کړی وي، هویت به یې اوڅار وي.

د ایت له تشریح معلومه شوه، چې د مسلمانانو خلیفه د مسحیت په څېر نه دی، چې اسماني او دنیوي  واک لري او دین يې خپله ټېکه ګرځولې. بلکې د مسلمانانو خلیفه او اولو الامر یوازې پر دې د اطاعت و منښت وړ دی، چې د قران او سنت تر چتر لاندې خلکو ته خدمت کوي او دولتي چارې پر مخ بیايي.همدا لامل دی، کله چې د بنو امیه ځینو واکمنو د وخت له خلکو غوښتل چې د دوی د نا روا  چارو پیروي وکړي، او دلیل  یې أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ … ایت راوړو، الله جل جلاله موږ ته دا امتیاز را کړی چې پیروي مو وکړئ! ځينو تابعینو ورته څومره مناسب ځواب ورکړی، چې دا حق یې بېرته در څخه اخیستی هم دی، فَإِن تَنٰزَعْتُمْ فِى شَىْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ …. البته د اطاعت او اقتدا تر منځ فرق دی دا ځانته غټ بحث دی، چې کوم وخت اقتدا ضرور ده کوم وخت اطاعت او کله یې پر  وړاندې بغاوت !؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x