
غزل ـ ذوالقرنين پاچا
ذوالقرنین باچا
ګورئ که تاسو له خانۍ سرہ بيعت کړی دی
مونږ ھم له مستې ملنگۍ سرہ بيعت کړی دی
د زنځيرونو شرنگھار مې یاران نکړل راویښ
ښايي ھغوی له غلامۍ سرہ بيعت کړی دی
زړګيه نورې د وصال وصال نارې مه وهه
ما د هجران او جدايۍ سره بيعت کړی دی
دا نړيوال که و سپوږمۍ ته خيژي ودې خيژي
خو مونږ د مېږو او کېږدۍ سره بيعت کړی دی
خفه چې نه شې د هيچا محفل ته هم نه ورځم
ما ذوالقرنين له تنهايۍ سره بيعت کړی دی
جانانه