نظــر

په فراه دطالبانوبرید جنګي جنایت ، اوپه کونړ دامریکایانوهغه سوله ییز ماموریت!!!

دافغانستان لپاره دملګرو ملتونو خاص استازي دبروکسل په غونډه کې د ولسي تلفاتو په زیاتوالي اندیښنه څرګنده کړه او یوځل بیايي دولسي وژنوپړه پرطالبانو ورواچوله.

ښاغلي یان کوبیش دملکي تلفاتو په سلسله کې داپریل په دریمه دطالبانو لخوا دفراه ولایت په محکمې وسله وال برید جنګي جنایت وباله  اودجګړې په ښکیلو اړخونويې غږوکړچې دولسي وګړو دځان حفاظت وکړي.

مونږغواړودلته دملګرو ملتونو داستازي په حیث دښاغلی کوبیش په قضاوت لیږ مکث وکړو.

په افغانستان کې دولسي خلګو په وژل کیدو دښاغلي یان کوبیش تأثر په خپل ځای ښه خبرده ، خودریغه چې نوموړي خبره یواځې په همدغه تأثر پري ایښې وای او دجنایت په اړه توضیحات يي داسې چاته سپارلي وای چې هغه دوجداني  حقیقت له مخې دجنګي جنایت مفهوم پیژاندی او په هغه يي باوردرلودلی.

په فراه ولایت کې دطالبانوبرید او په کونړولایت دامریکایانو برید دواړه هغه پیښې دي چې په ډیر نیږدي زماني واټن کې پیښې شوې،اودخپل جرمی نوعیت له مخې دهغو دواړو ترمنځ لاندې توپیر ونه موجود دی:

دفراه برید په دولتي تاسیساتو واقع شوی اودکونړ هغه په کلیواله ګڼ میشته ساحه.

دفراه دبرید قربانیان ټول دولتي کسان اودکونړ هغه ټول بیوزله ماشومان اوښځې

دفراه برید دورځې په مهال ترسره شوی او دکونړ هغه د شپې په مهال دخلګو دخوب په وخت .

دفراه برید دطالبانو لخوا چې دهغوئ په اړه له یان کوبیشه رانیولې دهغه تر ټولو ملګرو ملتونوپوري هیڅوک دمشروعیت اعتراف نه لري او دکونړ هغه په اصطلاح د قانون منونکو نړیوالوسوله ساتو ځواکونو لخوا.

خوددغو ټولو ښکاره توپیرونو باوجود هم ښاغلي یان کوبیش بهرنيان په افغانستان کې دسولې دټینګښت معصوم اتلان او جانب مقابل (طالبان) جنګي مجرمین معرفي کړل.

دولسي خلګو وژنه په مجموع کې جنایت دی خو دهغوئ په منځ کې دښځو او ماشومانو وژل هغه سترجنایت دی چې ټول آسماني او وضعي قوانین یې په تحریم اونارواتوب اتقاق نظر لري،خو ښاغلی یان کوبیش له دغه اتفاقي جنایت څخه په اغمازسره  بیاهم  هرځل دملکي تلفاتو دترتیبدونکي رپوټ په ارقاموکې دزیاتوب خوا یواځې په وسله والو مخالفینو (طالبانو) وراچوي نه امریکایانو باندې.

زما دلیکنې موخه دانده چې زه طالبانوته له ولسي تلفاتو څخه دبرائت هڅه کوم ،دولسي خلګو وژنه که دهرچا لخوا اوترهرنامه لاندې ترسره کیږي ناروا او نه بښونکی جنایت دی ،خو دلته خبره اصلا دیان کوبیش په ناسم قضاوت باندې چې دده دحقیقت سترګې ولي داسې ړندې دي چې مجرمین ورته معصومین ښکاري.

ښاغلی یان کوبیش که دغه قضاوت دملګرو ملتونو داستازي په توګه کوي نو هغه ځکه نامعقول او دده له وظیفوي مسؤلیت سره په ټکر کې ده چې هغه په پلوي توب ولاړدی او که يي دبهرنیو ځواکونو دیوه مدافع وکیل په حیث کوي، بیا کولای شي چې په خپل معکوس قاموس کې دمعلومو الفاظو اوتورولپاره نوي مفاهیم وټاکی ، ځکه دغرب بی منطقه دیموکراسي کې دغه  نامعقول معکوسیت ته هم دبیان آزادي ویل کیږي.

شاهد غزنیوال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x