نظــر

د بشرساتونکو بشر ضد سرغړونې

ليكوال: ذبیح الله خورشیدی
ليكوال: ذبیح الله خورشیدی

ذبیح الله خورشیدی

پنتاګون په عراق او افغانستان کې د نیول شوو بندیانو د شکنجو شاوخوا ۲۰۰ داسې انځورونه خپاره کړي چې د شکنجو او ازار نښې په کې ښکاري .

دغه تصویرونه په عراق او افغانستان کې د ابوغریب او بګرام په زندانونو کې د امریکايي سرتیرو له خوا پر بندیانو د شکنجو او آزار پر مهال اخیستل شوي.

د امریکا دفاع وزارت ډیلي میل ته ویلي، دغه تصویرونه د ۲۰۰۱ کال د سیپتمبر د ۱۱مې څخه د ۲۰۰۹ کال د جنوري تر ۲۲ مې نیټې پورې ثبت شوي دي.

په دغو پیښو کې ۱۴ یې تر دې دمه ثبوت شوې او د ۴۲ نورو په اړه څیړنې روانې دي خو د ورته شکنجو په اړه د امریکا له دفاع وزارت سره ۱۸۰۰ تصویرونه شته، چې تر اوسه خپاره شوي نه دي.

له دې انځورونو ښکاري چې له بندیانو سره چلند خورا دردونکی دی او هغوی چې د بشر ساتلو چیغې وهي په خپله بشر ضد سرغړونې ترسره کوي .

دا تېروتنې په عراق او افغانستان کې شوي که امریکا اوس په ریښتیا هم بشري ارزښتونو ته درناوی لري او قانون ته ژمن وي ښه به وي چې خپل مجرم سرتیري په همدې خاوره کې محکمه کړي څو په راتلونکې کې یې سرتیري له نورو ربړونو لاس واخلي.

له دې سره امریکا او افغانستان په خپلو کې په دې اړه هوکړه هم لري چې بندیان به نه شکنجه کېږي خو د قانون د اوصلو په مطابق به ورسره چلند کېږي، له بده مرغه چې امریکا د دې هوکړې په عملي کېدو کې پاتی راغلی .

د بشرحقونو په نوم خپلواکه اداره او په تېره افغان حکومت په دې تړاو لا څه غبرګون نه دی ښودلی، خو که پوښتنې ونه شي دا په دې معنی چې دوی هم په کې په یو ډول ښکیل دي.

په تېرو کلونو کې د باګرام زندان افغاني شوی، خو اوس ویل کېږي چې بندیانو سره چلند په کې ناوړه روان دی او ډیری هغه بندیان چې یوازې ساتل شوي اوس په ذهني ناروغیو اخته دي چې دا ډول چلند د ربړونو ډېر سخت دی .

دا کیسې ډېرو هغو بندیانو رسنیو ته کړي چې د باګرام له زندان څخه خوشې شوي دي .

په دې کې داسې بندیان هم شته چې د قید موده یې پوره شوې ولې بیا هم د مجرم بندي په تو ګه په زندانو کې ساتل کېږي.

د قانون له مخې بندیانو ته یوازې همدومره بسنه کوي چې ازادي پرې بنده شي وهل ، ډبول او ربړونه د دنیا په هېڅ یو قانون کې نه شته او دا ډول چلند اوس مردود بلل کېږي.

د یو ازاد او خپلواک افغانستان په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جان خان احمدزي

رازی چه لګ اخپل ځان اسلاميت اوافغانيت له مخي يوڅوک چه له ډېر لري وطن څخه هغهم داشيطان لپارراځي چه روغ رانزي چه نمو کور نه کلي وطن ناموس دين تري په امن دي چه سلامت رانه زي زمونږدي هم اورميګونامات شي

الحاج استا ذ بیانزی

که امریکا دا کار ونه کړی بیا خو به امریکا نه وی ، که هیتلر هغه څه نه وی کړی چه ویی کړل بیا خو به ورته هیتلر نه ویل کیدلو ، هر څوک د خپل کیفیت له مخی هغه څه کوی چه د هغه کولو هیلی تری ولری ، امریکا له اوله د یهودانو د نړیوالی ماسونیزم له خوا یی بنست کیښودل شوی ، تاسی هغه د یو ډالر ڼوټ وګوری چه هغی کی د فری میسنری یا ماسونیزم ( دجال ) سمبول رسم شوی ، یعنی ډالر په خپله د خدایی سمبول دی او یو ډالر د هغه… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x