نظــر

څنګه په نن عصر کې اسلامي نظام پلی کولای شو

سمسور ودان

د حکومت د چارو واګي تر لاسه کول

په اسلامي نړۍ کې دننه او له هغه څخه د باندې چې دمسلمانانو په خلاف د فکري جګړې تر شاه څوک ولاړ دي هغوئ ټول نظامونه او حکومتونه دي. او کوم وسایل چې په دغه جګړه کې په کار اچول کېږي لکه مکتبونه پوهنتونونه څیړنیز مراکز راډیوګانې ‘ تلویزونونه’ وزارتونه، قوانین ، سیاسي او پوځي فشارونه ، په میلیاردونو ډالر په ملیونونو روزل شوي متخصیصین او ماهر کارکوونکي او نور وسائل چې تقریباً ټول یې د هغو حکومتونو په واک کې دي چې د اسلام او مسلمانانو په خلاف یې دغه جګړه پیل کړې ده او پر مخ یې بیايي.

په اسلامي هیوادونو بیا په خاص ډول په افغانستان کې د دغو وسائلو مقابله او یا مخنیوی د افرادو او تنظیمونو له توان څخه وتلی کار دی. او تر څو یې چې د افغانستان د ټولو دیني سیاسي، پوځي، اداري، اجتماعي، مالي، کلتوري، تعلیمي چارو واګي له مفسدو سیکولرو، دیموکراتو، لیبرالو، کمونستو، نشنلستو، غرب پلوو عناصرو او د اروپایي افکارو د منونکو له کرغېړنو منګولو نه وي اخیستی، تر هغه پورې د اصلاح انفرادي هڅې بې ګټې او یا بې مطلوبې ګټې دي.

د حاکمیت له سطحې څخه لیرې هڅو او دعوت او طاغوتانو ته د عذرونو او زاریو له لارې د اسلامي نړۍ په یوه هیواد کې هم اسلامي نظام را منځ ته نه شو. ځکه چې د شریعت له پوره کېدلو وروسته يوازې په دعوت دعوت اکتفا کول د قرانکریم او رسول الله ص له طریقې څخه خلاف کار دی.رسول الله ص چې د شریعت تر پوره کېدلو مخکې دیارلس کاله یوازې دعوت وکړ نو یوازې د اتو سوو په شا او خوا کې خلک مسلمانان شول.خو د کفر او جاهلیت نظام هماغسې پرځای ولاړ وو.خو کله چې رسول الله ص په مدینه منوره کې حکومت او نظام جوړ کړ او دحکومت د چارو واګي یې تر لاسه کړل نو تر لسو کلونو په کمه موده کې نه یوازې اسلام د عربو په ټوله جزیره کې خپور شو ، بلکې د عربو تر جزیرې دباندې یې هم د کفر دلویو لویو امپراطوریو د زوال زمینه برابره کړه.

مونږ په افغانستان کې تر هغه د غرب د فکري جګړې مخنیوی نه شو کولای چې تر څو مو د بالمثل وسائلو د لرلو توان نه وي پیدا کړی.او دا کار به هغه وخت ممکن وي چې خپل نظام او حکومت د غرب له غلامانو او ملګرو خلاص کړو او په ریښتني معنی یې د اسلام د دین په اساساتو ودروو.نه دا چې نوم یې اسلامي حکومت وي، خو چارې یې ټولې د کفر او معاصر جاهلیت په قوانینو چلېږي.

د طالبان د حکومت تجربې وښودله چې اسلامي اداره چې که څه هم چې په مادي لحاظ کمزوري هم وي د فساد، ظلم او کفري نظریاتو په مخنیوي کې تر قوي بې دینه حکومت ډېر مؤثره وي. همدغه سبب ؤ چې ټوله کفري نړۍ د داسې یو حکومت په مقابل کې د جګړې لپاره را پورته شوه چې تر اوسه یې لا پښې هم په ځمکه نه وې ټینګې شوې ځکه چې کفار پدې پوهېږي که یو ځل په کوم اسلامي هیواد کې یو حقیقي او واقعي اسلامي نظام او حکومت منځته راشي، نو هغه به حتماً د نورو مسلمانو ملتونو لپاره د یو مثال او ماډل حیثیت غوره کوي چې هغوئ به يې هم په خپلو هیوادونو کې قائمولو هڅه کوي.نو د دې لپاره چې ملت مو د غرب له فکري جګړې او په دین له نه ولاړو نظریاتو ژغورلی وي باید د ( حکومت) او ( تاثیر ګذارۍ) ټول فرصتونه او وسائل د غرب پلوو سیکولرو عناصرو له لاسه خلاص کړو او دالله ج د دین د حاکمولو لپاره یې په خپل لاس کې ونیسو او پدې لار کې له هیچا سره د اسلام په سر معامله ونه کړو.

د تېرو اتیاوو کلونو تاریخ ثابته کړه چې تر څو پورې چې د غرب په فکر روزل شوي عناصر په قدرت کې وي، تر هغه به داسلامي فکر پلویان یا وژل کیږي، یا به په زندانونو کې وي او یا به هم له تبعید او نورو ډول ډول محدودیتونو او بندیزونو سره مخ کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x