نظــر

دسولی خبری او طالبان

لیکوال: امین

سوله په لغت کی ارامی او همغږی ته وایی او په اصطلاح کی ددوو مخاصمو ګروپونو تر منځ په یو معضله کی موافقی رسیدلو ته وایی.

نوموړی بحث دیوی مناظری شکل لری چی موضوعات پکی څیړل شویدی:

افغان حکومت: طالبان دی سوله وکړی وسله دی په ځمکه کښیږدی موږ یی دسر او مال ضمانت کوو.

طالبان: بهرنی اشغال دی ختم شی ، اسلامی قانون نافذ شی بیا سوله راتللی شی.

افغان حکومت: طالبان د پاکستان غلامان دی او موږ د افغانستان ساتونکی یو.

طالبان: افغان حکومت د امریکایی حکومت نمایندګی کوی او دیموکراسی پلی کول غواړی.

افغان حکومت: طالبانو ته د وطن دښمنان پیسی ورکوی او زموږ وروڼه وژني.

طالبان: موږ اسلامی مبارزه کوو او د چا تبلیغات نه منو ترڅو چی اسلامی قانون نافذ شوی نه وی په کرار به نه کښینو.

افغان حکومت: زه په دیموکراسی باور لرم او حکومت می مشروعیت لری.

طالبان: دیموکراسی مو خپله جوړه کړی داسلامی حکومت په خلاف موږ خو یی نه منو خو تاسو خپله یی هم نه منی ځکه مو حکومت دوه سری دی.

افغان حکومت: موږ ابادی سوکالی او پرمختګ غواړو.

طالبان: که غلامی ، فحاشی او ډمتوب پرمختګ وی نو د اسلام خلاف دی او موږ یی په روستو تګ ورته وایو نه یی منو.

افغان حکومت: د دنیا والو سره مو اړیکی ښی شویدی او د تروریزم جرړی به وباسو.

طالبان : چی د الله سره دی اړیکی خرابی شی نو بیا دی داسلام غم خوره.

افغان حکومت: زما سرتیری د وطن شهید دی.

طالبان: ستاسو سرتیری د‌‌‌ډالرو شهیدان دی او موږ داسلام لپاره جنګیږو.

افغان حکومت: موږ نړیوال شرکتونه دی ته اړ کړیدی چی په ملک کی سرمایه ګذاری وکړي.

طالبان : ځکه نو دوطن نوی زلمی له وطنه تښتي.

افغان حکومت: موږ به طالبانو سره د قوی اړخه ږغیږو او کم چاته نه وایو.

طالبان: د دیموکراسی پلار امریکی ته می کمه نده ویلی ته لا څوک یې.

افغان حکومت: موږ په نړی کی سوله او دیموکراسی غواړو او دنړیوالو سره ارام ژوند کول غواړو.

طالبان: چی اسلام پکی نه وی داسی ارامی او دکفارو سره مشترک ژوند نه غواړو او ددوی مرګ غواړو.

افغان حکومت: طالبان د پاکستان لاس پوڅی دی او زموږ وطن ورانوي.

طالبان : داسی وطن چی شریعت پکی نافذ نه وی او د دیموکراسی ډولونه پکی وهل کیږی دداسی دیموکراتانو وطن دی وران او مال دی لوټ شي.

افغان حکومت: موږ اساسی قانون لرو قوی فوځ لرو او په دی شپو ورځو کی مو هوایی ځواک هم ترلاسه کړی دی هرچاته خوله ماتوونکی جواب ورکوو.

طالبان: امریکایی چورلکی، ب ۵۲ ډوله دی ناکام شوی ناټو دی هم سر ټکوی او کفری بنیاد لرونکی دیموکراسی لری چی دقران عظیم الشان په مقابل دبوسو حیثیت هم نلري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد عبدالله

دطالبانو مخکینی اسلامی شعارونه خو هسی زنده باد او دحکومت شعرونه یو واری مرده باد اما دلیکوال دغه خبره چی داسی وطن (پاکستان\افغان او نور)اوددیموکراسی دولونه پکی وهل کیږی دداسی افغانانو اوپاکستانیانووو دیموکراتانو وطن دی وران اومال د لوت شی دیر خوند کوی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x