افغانستان

فاکس نیوز : د اپریل د ۲۳ ږلۍ په کندهار کې دناټو ۵۰ چورلکې تخریب کړي

فاکس نیوز امریکایي ټیلویزون او ټیلګراف برتانوۍ ورځپاڼه د ایساف چارواکو په استناد وایي چې دری ورځې وړاندې په کندهار کې وریدلي سختې ږلۍ او توپان د امریکایي ځواکونو ۵۰ چورلکې ویجاړې کړي دي .

دری ورځې وړاندې په کندهار کې خورا عجیبه طبیعي پیښه رامنځته شوه ، دکندهار دمیدان شاوخوا هغه سیمه چې امریکایي اډه په کې شتون لري ، سخت توپان چې دږلۍ ورښت هم ورسره وو ورباندې راغی ، او دا سیمه یې سخته وځپله ، ویل کیږي چې پخواکله هم په دې سیمه کې په دومره  کچه ږلي نه وه اوریدلې ، له دې پیښې دری ورځې وروسته معلومه شوې ده چې دې ږلۍ امریکایي عسکرو ته دروند مالي زیان اړولی دی .

دایساف یوه چارواکي فاکس نیوز ته ویلي چې په دې ږلۍ کې دایساف ۵۰ چورلکې داسې تخریب شوي دي چې پرواز  نه شي کولای ، چې له همدې امله دافغانستان په ټوله جنوبي حوزه کې دایساف عملیات محدود شوي دي ، له بلې خوا په کابل کې دایساف چارواکو هم پژواک اژانس ته منلې چې یادې ږلۍ او توپان امریکایي ځواکونو ته خورا درانه مالي زیانونه اړولي دي ، خو نوموړي د ټولو زیانونو کچه نه ده په ډاګه کړې .

امریکایي جنګي چورلکې د مدافعې او وقایوي وړتیا له اړخه خورا پرمختلې بلل کیږي چې حتی ډیری دودیزې وسلې هم ورباندې اغیز نه کوي ، مګر داچې اوس په اسماني ږلۍ کې ورته دومره پراخه تلفات اوړي چې پنځوس چورلکې تخریب کیږي ، معلومیږي چې امریکایي ځواکونه دږلۍ په صورت  له سخت الهي عذاب سره مخ شوي دي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x