شعـــــرونه

که قيامت شو ـ عطاء الله همدرد

عطاء الله همدرد

که قیامت شو حسابونه شروع کــــــــــیږي
هر سړی خپلو غمونو کې ډوبیـــــــــــــږي

د هرچا کردار به یی خپل ځان سره مــــل وي
یو میدان به وي خو ورونه به بیلـــــــــــیږي

هیڅوک بل لره خواخوږی هلته نه شـــــــــي
اولادونه او پلرونه جـــــــــــــــــدا کیږي

د هرچاسره مزودونه بـــــــــه وي لاس کې
چاته ښي چاته په کیڼ سپارل کیــــــــــږي

هر انسان به له یو بله لرې ځغلــــــــــــي
نه ګناه نه نیک خویونه پلورل کیــــــــــږي

سوزند لمر به د نیزې په قد وي پورتــــــــه
حبیبان د رب به عرش تر سیورې کیـــــــږي

هریو تږی به له تندې نه نالــــــــــش کړي
نیک خویان به په کوثر اوبو سیــــــــــریږي

هر انسان چې خطا کار او ګناه کــــــار وي
قهار ذات به یی حال باندې قهــــــــــریږي

ټول مخلوق به انتظار د خپل انجـــــام کړي
شفــــــــــاعت به دهرچا نه قبــــــولیږي

ټول کړه وړه به دانصاف په تله تول شـــي
هم نیکی او هم بدی به حســـــــــــابیږي

هغه ورځ به شي هر راز نه پرده پـــــورته
ټول بدان به له نیکانو جــــــــــــلاکیږي

هغه څوک چې امتحان کې شـــــول ناکامه
نجات نه لري ضرور به هلاکـــــــــــیږي

د ذلت په ټغر ناست به وي بې دینـــــــه
که باشاه وي که ګدا وي محکــــــومیږي

نشته لاره د خلاصون په ورځ دحشـــــــــر
مګر چا باندې الله چې ورحـــــــــــمیږي

جنتـــــــــیان به د الله دیدار ته درومـــي
دوزخیان به تل په اور باندې ســــــوزیږي

ځان قیدي نن دصـــــــــــراط المستقیم کړه
ای “همدرده” که په ځان دې زړه خـــوږیږی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x