نړۍ

د عمران خان او طاهرالقادري د نيولو امر وشو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۲۱مه، ۱۳۹۴ل) د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد کې ځايي محکمې اسلام اباد کې د احتجاجي ناستو پر مهال د لاسپېکر د ناقانونه کارونې او پلازمېنه د ۱۴۴ مادې له نفاذه په سرغړونه د عمران خان او طاهرالقادري په ګډون د ۲۷ کسانو د نيولو امر وکړ.

د پاکستان صدارت ماڼۍ د پوليسو حوزه کې د عمران خان او طاهرالقادري پر ضد رسمي شوې دوسيه کې راغلي، چې دواړو مشرانو زرګونو خلک په ناقانونه توګه راټول کړي وو او لاسپيکر يې د قانون خلاف کارولی دی.

د اسلام اباد ځايي محکمې د پوليسو د يادې دوسيې پر اساس د دواړو مشرانو د نيولو امر کړی.

د صدارت ماڼۍ د پوليسو حوزې مشر د محکمې قاضي ته وويل، چې دوی د احتجاجي ناستو پر مهال د درج شوې دوسيې په اړه څو څو ځل له عمران سره اړيکه نيولې، مګر نوموړی تر اوسه پوليسو ته په دې اړه د هېڅ خبرې ځواب نه دی ويلی او له محکمې يې غوښتنه کړې، چې د دواړو تورنو د نيولو امر دې صادر کړي.

۲۰۱۴م کې د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د انصاف غورځنګ مشر عمران خان او د پاکستان عوامي ګوند مشر طاهر القادري د نظام نسکورولو په موخه زرګونو پلويان راټول کړي وو او له درې مياشتو زيات يې په دې تمه احتجاجي ناستې وکړې، چې د نواز شريف حکومت نسکور کړي.

د دغو احتجاجي ناستو پر مهال پارېدلو مظاهره چيانو د ملي راديو تلويزون پر دفتر، د پارلمان پر ودانۍ او صدارت ماڼۍ بريدونه کړي او همدا رنګه يو شمېر پلويان يې په زوره د پوليسو له حوزې ازاد کړي دي.

د يادو تورونو په اړه عمران خان او طاهر القادري له خپلو ۲۵ويشتو نورو پلويانو سره محکمې ته مطلوب دی او محکمې نن يو ځل بيا د يادو مشرانو د نيولو امر کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x