15-Autumn-dawn

دشبګیر اراده / شعر – طلا محمد محمدي

تورو شپو ته اراده مو دشبګیر ده

ستړي نه یو لا روان زموږ  بهیر ده

خوښوو له  سرټیټۍ نه سرپرې کړی

دا زموږ د پښتنو پیو  تاثیر ده

ټول جهان یې په قیمت اخیستی نه شي

طالب جان مې مست ملنګ ده مست فقیر ده

حوصلې چې مو دغرو په شان دي لوړې

قناعت په فیصلو مو دتقدیر ده

هیڅ بری به ترینه یونه سې غلیمه

مجاهد دې هر فریب او چال ته ځیر ده

مرغه نه ده چې یي ګیر کړي څوک په دام کې

دا د ویښو پښتنو ځلمو ضمیر ده

بیا اثار دازادۍ په کې ښکاریږي

تر وریځو  سر وتلی د پامیر ده

نور مې څرک درپسې واخیستو غلیمه

اوس جهاد مې محدود نه ده عالمګیر ده

لاپې نه ده هرصفت یې دی رښتینی

مجاهد دمحمدي دشعر تصویر ده

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د