نړۍ

کوهاټ: د پولیسو مشر له افغان میرمني د بدکارۍ غوښتنه کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۲۱مه، ۱۳۹۴ل): د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په کوهاټ سيمه کې افغان کډوال د پوليسو د هغه مشر په خلاف راپاريدلي دي چې وړمه ورځ يې له يوې افغان ميرمنې د بدکارۍ غوښتنه کړې وه.

په کوهاټ کې د ځنګل خېل د پوليسو تاڼې د مرتضی په نامه يو تن د پوليسو مشر وروسته له هغه له افغان ميرمنې څخه د بدکارۍ غوښتنه وکړه چې د يادې ميرمنې زوی یې د کارت نه لرلو له امله نيولی و.

د کوهاټ د ګهمکول کيمپ قومي مشرانو د خيبرپښتونخوا له دولتي چارواکو او افغان سفارت څخه غوښتنه کړې چې ددغې پېښې په اړه دې جدي ګامونه واخيستل شي او تورن پوليس مشر دې په خپله سزا ورسوي.

د مجاهد په نامه يو تن قومي مشر وويل چې د ظريف په نامه د يو تن افغان کډوال ميرمن د شپې په يوه بجه د پوليسو له لوري له خپل کور څخه ويستل شوې ده، او له کيمپ څخه له ويستلو وروسته ترې د پوليسو مشر «مرتضی» د بدکارۍ غوښته کړې ده.

قومي مشر مجاهد په همدې اړه د رسنیو سره خبري کوي
قومي مشر مجاهد په همدې اړه د رسنیو سره خبري کوي

مجاهد زیاته کړه چې افغان ميرمنې د پوليسو له يادې غوښتنې څخه انکار کړی، خو پوليسو يې د زوی په سر ورته تومانچه ايښې او د وژلو ګواښ يې ورته کړی، خو ميرمن ورته ويلي چې د ځان او زوی مرګ ته تياره ده خو دا غوښتنه نه شي منلی.

د افغان ميرمنې کورنۍ وايي چې دوی په دې اړه د عدالت غوښتونکي دي او د پوليسو دغه ډول چلند نه شي زغملی.

د يادې ميرمن ورور ملنګ جان خبريالانو ته وويل چې مونږ له افغانستان څخه د همدې له پاره هجرت کړی چې زمونږ ناموس خوندي وي.

هغه چې خورا قهرجن ښکاريده وويل چې زه به له ياد پوليس مشر نه ددغه بې عزتۍ بدل اخلم او دپاکستان دولت او افغان سفارت او کونسلګرۍ څخه يې د دې پېښې دجدي څېړلو غوښتنه کړې ده.

بايد وويل شي چې دا لومړی ځل دی چې په کوهاټ کې دولتي چارواکي له افغان ميرمنې څخه د بد کارۍ غوښتنه کوي؛ خو تر دې وړاندې په دغو کيمپونو کې دافغان کډوالو په کورنو چاپې اچول شوي دي او د کارتونو د نه لرلو له امله ډيری افغان کډوال زنداني شوي دي او خپل هېواد ته اړول شوي دي.

د يادونې وړ ده چې د روران لمريزکال د زمري په ۲۱مه نېټه هم په ياد کيمپ کې د افغان کډوالو د کورنو د تالاشۍ پرمهال پوليسو د علي ګل په نامه د يو تن افغان کډوال له کور څخه دوه لکه څلورشپېته زره«۲۶۴۰۰۰» کالدارۍ غلا کړې وې.

د ګهمکول کيمپ عام کډوال هم په دې اړه سخت خواشيني دي او د پوليسو دغه کړنه غندي او په افغان سفارت او کونسلګرۍ يې غږ کړی چې ياده پېښه وڅيړي او عاملينو ته يې سخته سزا ورکړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
khalid

وایی پکه دا دی لا بله سپکه افغان ګوډاګی دولت خو په خپل ځای اما په هغه پښتونخوا او پاکستان کی خو پښتون ملتپال ګوندونه هم شته چی ځان د پښتو او پښتنی عنعناتو مدافعین بولی او همیشه په همدی غرضی او مرضی نارو د هغه ځای ساده خلک غولوی هغه خو هم باید یوڅه ځان وښوروی که څنګه همداسی نده

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x