
سپین شعر- محمد علي عمري
محمدعلي عمري
زما افغان
زما یاغي وطنه
زما ظالم
زما سرکښ وطنه
ستا یاغي توب ته
رسېدای نه شي هیڅوک
تاپه یوه
اوتاپه بل نامه
دسروڅلي جوړ کړو
تادوحشت وروستۍ زینې ته
رسولئ دئ ځان
کاشکي
په علم کښي دي
سارئ نه واي
………
عمري
مسلم باغ