شعـــــرونه

غزل – جانان خدرخېل

جانان خدرخېل

شپه ده، باران دی، تنهايي هم ده
او له یـارانو جدايي هم ده

له کوره لرې، له بچيو لرې
مسافري ده او خواري هم ده

ګلې ته نه یې خو ستا یاد شته دی
نن مې دا ښۍ څنګل خالي هم ده

ځان ته حلال رزق ګټل هم دي
او را تر غاړې شـاعري هم ده

د ژوند ملګرې!ژوند مې هم ته یې
او په تا ښکلې زنده ګي هم ده

له بنګړو ډکې لېچې خـوند کوي
زما یې خوښه مـوسیقي هم ده

زما یواځې دا شوخي نه ده
لږ صوفیتوب، لږ مـُلایي هم ده

لکه پېروَی مــخ دې پټ ساته!
زړه مې کمزوری ده،ځواني هم ده

جـار “خدرخېله” دا آزاد ژونـدون
که غریبي ده خو خاني هم ده

ــــــــــــــــ
جانان خدرخېل

۱۳۹۴/۱۱/۲۱

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x