نظــر

عالمان او لیکوالي

منلې ده چي لیکنه په ننني  عصرکي داظهارمافي الضمیراوافهام وتفهیم  ترټولواغېزناکه وسیله اواله ده .متأسفانه  ترنوروډیردیني عالمانودلیکني   مؤثرهنرته توجه کمه کړ ې ده .دخزان سیلۍ   دعلم اوعرفان لوی لوی  څلي راڅخه یووړل  په داسي حال کي چي موږته یې د علمي نبوغ اوفیض څخه یوه تدوین شوې رساله  هم راپاته نه شوه . په ډیرزحمت ترلاسه کړي مرغلري یې دمبارکواجسادوسره هممهاله دقبرونوبندیواني  شوې .څرګنده وجه یې همداده چي  دقلم سره دنه اشنایې  له امله یې دزړه په وینوترلاسه کړي  لعل ومرجان  نه خپله اونه هم کوم شاګرددقلم په جال کي بند کړای شول  چي ددوی دسپېڅلوارواګانولپاره پر جاري صدقې سربیره دمرحومه امت علمي پانګه هم پرې بډایه شوې وای .

مکار دښمن تیار په کمین کي ناست دی ، تکړه خوبې ضمیره لیکوالان  په نښه کوي اودډبل معاش ،کور،خارجي سفرونواوبېمې په عوض یې کرایه کوي چي  اسلام له دننه تخریب کړي .همداکرایې  عناصربیاپه خوراجالبواونووعنوانوکي  پردي فکرونه رانغاړي  اوټولني ته یې دملي فکراوپرمختګ په نوم بلوتوت کوي  .مثلادوی داسلام کامل اوشامل نړیوال  دین  هم دنوروادیانواوایډیالوژیوپه شان دزمان اومکان په څلوردیوالي کي محاصره کوي ،اودلادینیت (سکولریزم )په پیروي یې ترفردي ژونداوشخصي خوښي پوري محدودوي .دجهاداومیړاني فلسفه په دې غونډله چي :«اسلام دسولي دین دي  » جرح کوي ،بالکل اسلام دسولي دین دی ،جهاددهمدې لپاره کیږي چي شر،فساد،شرک اوفتنه ورکه اودین خاص الله تعالی لره شي ،چي دالله تعالی پرمځکه یوازي دهغه ستراولاشریک ذات (جل جلاله) احکام نافذشي ورکه (سوله )به هرومروراستنیږي .دغه رنګه دوی قصاص اوشرعي حدودوته ظلم وایې اودبشرله حقونوڅخه دسرغړوني په نوم لیکني پرې کوي .داسلام اوسیاست پربېلوالي اودښځوپرمطلقي ازادۍ یې لوی اوواړه کتابونه  لیکلي دي .که څه هم لیکونکي یې په هیوادکي دننه اویابهر(امریکاارپااو…..)کي اوسي ،خولیکني یې دهیوادپرهرکونج کي ترلاسه کیداشي .
خوپه مقابل کي یې  موږپه خپله ژبه (پښتواودري )کي پرخوراحیاتي – دیني موضوعاتوپام وړڅه نه لرو،تراوسه  دبشریت دسترلارښوداوناجي (حضرت محمدمصطفی صلی الله  علیه السلام  )پرمبارک سیرت ،حجاب ،قصاص ،حدودوا….. نسبتا تفصیلي  – ضروري کتاب نه  لرو.زه چي پرافغانستان دروسانودپوځي یرغل پر لومړي (۱۳۵۸ل،)کال زیږیدلی یم  اوس مي دادی دزني یوه برخه دمرګي قاصدانواشغال کړې ده ،یعني  دجهادپه دومره اوږداوپراخ  زماني واټن کي  موپرجهاداوداسلام  پرسیاسي نظام داسي څه ونشوای لیکلای چي ضروري پوښتني موحل  اوغوښتني مورفع کړي .

ډیری ځوانان به مولیدلي وي چي دتقریراوریدلوته نیم ساعت وخت نه ورکوي ،خوپرورته موضوعاتولیکنوپسي کتابپلورنځي پلټي .دخوښۍ ځای دی چي دمطالعې سره دخلګوپه شوق کي زیاتوب راغلی ،خوکه اړین اوګټورموادورته وړاندي نشي ډیره ویره شته چي  ددیني اوجهادي فکرځوانان دشرق اوغرب څخه په راژباړل شووګمراکونکورومانونو،ناولونو،کیسواوډراموباندي روږدي شي .- خدای جل جلاله دي نه کړي !- ځکه  دانساني فطرت تقضی ده چي خپله ورکه  ترلاسه نکړي پرنورولارواوشیانویې دموندلواوتندي خړوبولوهڅه  کوي  .

دلیکني امتیازي ګټه داده چي  دشراب اوکباب په محفلونو،اغزنوسیمونواوسمیټي دیوالونوکي دایروشووته دحق پیغام رسوي ،دغلامۍ په زنځیرونوکي  بندیوانوته دازادۍ لارښیې اوښېګڼي یې ورته بیانوي ،جامدفکرونه تحریکوي ،بیدهویده  ضمیرونه ویښوي ،مړاوي هیلي تخنوي ،دښکېلاک رواني (نفسیاتي )جګړې ځپلي  په هوش راولي ،دتبلیغاتي کمپاین له لوخړویې  سپین میدان ته راباسي ،أن دنوي ټیکنالوژۍ په مټ  ترلویو- لویوسمندرونواوزرګونوکیلومټره هاخواته زړونه فتح کوي اوتیاره فکرونه تنویروي چي فزیکي ورتګ اومخامخ دعوت ورته ډیرزیات ګران وي .

داسلافو(رحمهم الله تعالی) دژوندحالات مومخ ته پراته دي چي په څومره کړکیچنوحالاتواوستونزمنوشرایطوکي  یې داسي شهکاراثاروړاندي کړل چي تراوسه درقیبانوسترګي ترې سوځي ،دبېلګې په توګه دشمس الایمه سرخسي  ،ابن جریرطبري ،قاضي ابوبکر،امام محمد الشیباني او….. رحمهم الله تعالی تالیفات اوتصنیفونه یاده ولای شو.دغه رازپه وروستیودوو- درووپیړیوکي دهندستان ،پاکستان ،سعودي اومصردعالمانوهراړخیزي علمي اوتحقیقي لیکني دیادوني وړدی .

عالمان دي روښنایې ددې دنیا
عالمان دي دتمام جهان پیشوا

که څوک لارغواړي خدای اورسول ته
عالمان دي ددې لاري رهنما

دنیکمرغۍ ځای دی چي زموږپه ټولنه کي هم  تکړه عالمان او ښه استعدادونه شته ،فقط لیکلو  ته پام نشته اویادلیکني ذوق کم دی ،که ذوقونه وپالل شي اووغوړیږي ،کیدای شي دتصنیف ،تالیف  اوژباړي په ډګرکي موجوده خلاترضروري حده پرې ډکه کړای شي .

زموږپه عصرکي دلیکني اوچاپ  پریمانه وسایلوته په پام  چي  په هرښارکي موندل کیږي اودسرکارله اجازې پرته لیکني دچاپ په ګېڼه پسولل کیدای شي ،هرعالم ،زده کونکي اوطالب بایدوکولای شي چي لږترلږه په خپل مسلک اویادخوښي فن کي لیکوال واوسي .ځیني وروڼه به ښایې فکرکوي چي  لیکوالي  اوږدې تربیتي پروسې ته ضرورت لري   ،خوهمداسی نه ده ،صرف ذوق اوعملي کارغواړي .راځئ چي همدااوس قلم ته لاس کړودزده کړي ،تدریس ،جهاد،دعوت ،سفراوحضریوه خاطره ولیکو!،که زړه موپرې ډاډه نشوپه خپل ګاونډکي یې کوم لیکوال ته داصلاح په موخه وړاندي کړو.په باوري توګه ویل کیدای شي  چي تردوه درې ځلي وروسته به موغلي استعدادونه راپوته شي  اوکه خدای جل جلاله کول په لنډوخت کي به دکامیابولیکوالوپه قطارکي ودریږو.ان شاءالله تعالی !،

نوهمدااوس قلم درواخلئ  !څه چي مودفکرپه ټال زانګي  ویې لیکئ !

په مجلس دعالمانوبه سره زرشي
که وي کاڼي اویابوټي دصحراء

رحمان بابا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x